د لاس رسي وړ اتصالات

'کابل ښار کې په وسله وال برید او ماین چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي'


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د کابل امنیتي چارواکي وايي، د کلیو او پراختیا وزارت څلور تنه کار کوونکي د ناڅرګندو وسله والو په برید کې وژل شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، یاد کسان نن سې شنبه فبروري نهمه( سلواغې ۲۱) سهار څه باندې ۹ بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند «باغ داوود» سیمه کې د ناڅرګندو وسله والو کسانو په ډزو وژل شوي دي.

فردوس فرامرز زیاته کړې چې د پېښې په اړه د کشفي ارګانونو څېړنې پيل شوي دي.

د افغانستان د کلیو او پرختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي هم په ننني وسله وال برید کې د خپلو کار کوونکو وژل کېدل تائید کړي دي.

خو نوموړي زیاته کړې چې په دغه برید کې د میدان وردګ ولایت د کلیو او پراختیا ریاست د سرپرست ریاض احمد په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

په ورته مهال نن سې شنبه د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې اړوند « ملي بس څلور لارې» سره د بهرنیو چارو وزارت پر یو لنډکروزر موټر د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او بل تن ټپي شوی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې چاودنه د دغه وزارت یو موټر چلوونکی یې وژل شوی دی.

د یو بل خبر له مخې نن سې شنبه په هرات ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې د افغانستان د عامه تصدۍ څلور امنیتي ساتونکي هم وژل شوي دي.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا دغه چاودنه د هرات ښار ـ اسلام قلعه ترمنځ د لویې لارې په اوږدو کې پر یادو سرتیرو باندې شوې ده.

تر دا مهاله د ننني وسله وال برید او ماین چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

پرون دوشنبه هم په کابل کې د چسپکي ماین دوو چاودنو کې یو تن وژل شوی و او دوه تنه نور ټپیان شوي و.

XS
SM
MD
LG