د لاس رسي وړ اتصالات

د وزیرستان څخه د تښتول شویو ډاکټرانو ویدیویي پیغامونه خپاره شوي


دغه دواړه ډاکټران د سپټمبر په میاشتې کې لادرکه شوي و
دغه دواړه ډاکټران د سپټمبر په میاشتې کې لادرکه شوي و

د جنوبي وزيرستان د وانا د سیمې نه دوه ډاکټران تښتول شوي وو چې اوس یې په یو ویدیویي پېغام کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د هغوی د خوشي کیدو لپاره دې اقدامات وکړي.

د برمته شوو ډاکټرانو ویدیويي پيغامونه د تحریک طالبان پاکستان ډلې رسنیو ته استولي دي چې پکې دواړو ډاکټرانو د عمران خان او د نورو لوړپوړو چارواکو نه غوښتي دي چې د هغوی وژغوري.

په دغه ویدیو کې یو برمته شوی ډاکټر چې نور حنان وزیر نومیږي وایي "زما ژوند ته خطره ده، د پاکستان صدراعظم او د خیبر پښتونخوا والي دې زما د خوشي کولو لپاره خپل رول ولوبوي." هم دغه ډول پیغام دوهم برمته شوي ډاکټر عبدالله عابد قریشي لخوا هم خپور شویدی.

د یادونې وړ ده چې د وانا په روغتون کې کارکونکی ډاکټر نور حنان وزیر د سپتمبر په ١٢ هغه وخت لادرکه شو چې د روغتون نه خپل کور ته په لار روان و. د دغې پیښې نه یوه ورځ وروسته ډاکټر عبدالله عابد هم لادرکه شو.

د دغو ډاکټرانو د برمته کیدو وروسته د وانا روغتون برسیره د سیمې نورو ډاکټرانو احتجاجونه وکړ او د حکومت نه یې د ډاکټرانو د امنیت او د هغوي د خوشي کولو غوښتنه وکړه.

د ډاکټرانو د لادرکه کیدو نه وروسته کومې ډلې د هغوی د برمته کیدو مسولیت نه و منلی خو په وروستیو ویدیوگانو کې دواړو ډاکټرانو تائید کړیده چې هغوی د "تحریک طالبان پاکستان" سره دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وایي چې هغوی د ډاکټرانو د خوشي کیدو لپاره اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG