د لاس رسي وړ اتصالات

شینډنډ کې د طالبانو خپلمنځیو نښتو کې ۴۰ وسله‌وال وژل شوي


د هرات ولایت د شنډنډ په ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ پخوا هم څو ځلې جګړې شوي دي.
د هرات ولایت د شنډنډ په ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ پخوا هم څو ځلې جګړې شوي دي.

د هرات ولایتي چارواکي وايي، چې تیره شپه د دغه ولایت د شینډنډ په ولسوالۍ کې د طالبانو دوو ډلو ترمنځ په یوه وسله واله نښته کې د دواړو ښکیلو خواوو څخه تر څلویښتو وسله وال وژل شوي او تر لسو نور ټپیان شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې د طالبانو د دوه سیمه ایزو قوماندانانو ملاصمد او ملا ننګیالي پورې تړلو وسله والو د شینډنډ د ولسوالۍ "خیفان" په سیمه کې تیره شپه د څو ساعتونو لپاره جګړه کړې چې له امله یې دواړو خواو ته درنه مرګ ژوبله رسیدلې ده.

ښاغلي فرهاد وویل چې ملاصمد د ملا هبت الله اخوند په مشرۍ د طالبانو په لیکو کې جګړه کوي او ملا ننګیالی د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو د جلا شوې ډلې په لیکو کې په دغه ولسوالۍ کې په جګړه بوخت دی.

د هرات د والي ویاند د وینا له مخې، د تیرې شپې په جګړه کې زیات تلفات د ملا صمد د ډلې وسله والو ته رسیدلي دي.

جیلاني فرهاد وايي په دې جګړه کې د ملاصمد د ډلې ۳۲ وسله وال چې د فراه له ولایت څخه شینډنډ ته ورغلي وو، وژل شوي او د دغې ډلې شپږ نور ټپیان شوي دي.

د هرات د ولایتي چارواکو د وینا له مخې په دې جګړو کې د ملارسول د ډلې ۸ وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

همداشان جیلاني فرهاد وايي، چې د شینډنډ ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا حسن هم افغان ځواکونو سره په یوه جلا نښته کې تیره شپه د دغې ولسوالۍ د "ماراباد" په سیمه کې وژل شوی دی.

د طالبانو دواړو ډلو په شینډنډ کې د دې تازه جګړو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د ملا صمد او ملا ننګیالي وسله والو ډلو له دې وړاندې هم په دغه ولسوالۍ کې یو بل سره جګړې کړي دي.

شینډنډ سیمه ایز چارواکي د طالبانو د دغو دوو ډلو ترمنځ د جګړو اصلي علت د ملا محمد عمر اخوند د مړینې وروسته د ملا ننګیالي له خوا د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور او بیا ملا هبت الله ته د بعیت د نه کولو په سر د راپورته شوي جنجالونه ګڼي.

شینډنډ د هرات ولایت د ناامنو ولسوالیو څخه ده، چې طالبان په کې پراخه حضور لري.

XS
SM
MD
LG