د ایران دولتي رسنیو د شنبې په ورځ، جنوري ۱۸( مرغومي ۲۹) راپور ورکړی چې د تهران په ستره محکمه کې دوه قاضیان په وسلهوال برید کې وژل شوي دي.
د ایران د قضائیه قوې وبپاڼې میزان راپور ورکړی چې نن سهار یو وسلهوال کس د سترې محکمې ودانۍ ته دننه شو او دوه قاضیان یې په ډزو ووژل.
دې وبپاڼې په خپل راپور کې ویلي چې له ډزو وروسته برید کوونکي "ځان وژنه" وکړه. د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړی چې په دې برید کې یو بل کس ټپي شوی دی.
د میزان وبپاڼې د راپور په اساس دوه وژل شوي قاضیان علي رازیني او محمد مقیسه نومېدل په نومونو وپیژندل او د "ملي امنیت، جاسوسۍ او ترهګرۍ پر وړاندې د جرمونو سره د مبارزې" اړوندو قضیو باندې یې کار کوه.
د ایران د قضائيه قوې ویاند اصغر جهانګیر وویل "یو کس چې ټوپک ورسره و د دوو قاضیانو خونې ته ننوت" او پر هغوی یې ډزې وکړې.
د ایران د سترې محکمې د دې دوو قاضیانو د وژلو انګیزه سملاسي څرګنده شوې نه ده خو د میزان وبپاڼې د برید کوونکي د هویت په اړه د جزئياتو له شریکولو پرته ویلي چې هغه له دې وړاندې په هېڅ ډول قضیه کې ښکیل نه و.
میزان په خپل راپور کې د چارواکو له قوله زیاته کړې ده چې په دې اړه تحقیقات پیل شوي دي.
د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په وینا په ۲۰۱۹ کال کې امریکا پر ۶۸ کلن ایراني قاضي محمد مقیسه باندې "د بې شمیره غیر عادلانه قضیو د څارنې، بې بنسټه تورونو او د شواهدو له پامه غورځولو له امله" بندیز ولګوه.
د میزان وبپاڼې د دویم وژل شوي قاضي رازیني په اړه لیکلي چې نوموړی ۷۱ کلن و او د ایران په قضا کې یې څو مهمې دندې ترسره کړې وې. راپور کې راغلي چې له دې مخکې هم په ۱۹۹۸ کال کې د رازیني د وژنې هڅه شوې وه او "په موټر کې یې مقناطیسي بم ځای پر ځای شوی و".
که څه هم په ایران کې قاضیانو باندې بریدونه نادر دي، خو په تیرو کلونو کې ایران د لوړ پوړو شخصیتونو په نښه کولو ګڼ شمیر بریدونه لیدلي دي.
سره له دې چې په ایران کې پر قاضیانو باندې د بریدونو پېښې کمې ثبت شوي، خو په تېرو کلونو کې دغه هېواد داسې بریدونو شاهد و چې په کې د ټولنې مطرح کسان وژل شوي دي.
د تېر کال په اکتوبر میاشت کې یو شعیه خطیب د کازرون ښار په جنوب کې د جمعې له لمانځه وروسته په ډزو ووژل شو.
همداشان د ۲۰۲۳ کال په اپریل کې د ایران یو وتلی او ځواکمن روحاني عباس علي سلیماني د مازندران په یو روغتون کې په یو وسلهوال برید کې ووژل شو.
له دې وړاندې د ۲۰۰۵ کال په اګست کې د ایران یو نوموتی قاضي، حسن مقدس د تهران په یوې سوداګریزې سیمه کې د دوو وسلهوالو کسانو لخوا ووژل شو. دوه کسان چې د نوموړي په وژنه تورن او محکوم شوي و دوه کاله وروسته په عام محضر کې په دار وځړول شول.
د ایران په ستره محکمه کې دوه قاضیان په ډزو ووژل شول – رسنۍ

فورم \ دبحث خونه