د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې د طالبانو د عملې پر موټر برید کې مرګ ژوبله اوښتې


په هرات کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د "۲۰۷ الفاروق" قول اردو د کارکوونکو پر لېږدونکي موټر وسله وال برید کې دوه کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.

دغه برید نن دوشنبه جولای څلورمه (چنګاښ ۱۳) تر غرمې مخکې، د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې شوی دی.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې پېښه تائید کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي: "نن سهار څو تنو وسله والو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د کارکوونکو پر لېږدونکي کاسټر ډوله موټر برید وکړ، چې له بده مرغه په پایله کې ۲ تنه شهیدان او یو شمېر ټپیان شول."

په هرات ولایت کې د "۲۰۷ الفاروق" قول اردو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د پېښې له ځایه دوه مړي او ۱۸ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او زیاته کړې یې ده چې د مرګ ژوبلې شمېر ښايي زیات شي.

د دغه سرچینې په وینا، د پېښې زیات قربانیان د یاد قول اردو "ملکي کارکوونکي" دي او په دې اړه څېړنې پيل شوي دي.

پر همدې مهال د هرات لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند محمود شاه رسولي امریکا غږ ته په یوې لېږلې اعلامیې کې ویلي، تر پېښې وروسته طالب سرتیري سیمې ته رسېدلي او د بریدګرو له ډلې څخه یو تن یې وژلی دی.

په هرات کې د طالب چارواکو د معلوماتو په اساس، د بریدګرو شمېر درې تنه و چې دوه تنه یې تر برید وروسته تښتېدلي دي.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چي تيره میاشت په مزارشریف ښار کې د "۲۰۹ الفتح" قول اردو د کار کوونکو پر موټر برید کې هم مرګ ژوبله اوښتې وه.

XS
SM
MD
LG