د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د طالبانو د علماوو لویې غونډې ته څیرمه ۲ وسله وال وژل شوي


په کابل کې طالب چارواکي وایي دوه وسله وال وروسته تر هغه ووژل شول چې د علماوو په لویې غونډې یې ډزې وکړلې.

طالبانو ویلي چې دې دوو وسله والو د غونډې تالار سره نږدې د یو بام څخه ډزې کولې چې "مجاهدینو د الله ج په مرستې" له منځه یوړل.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې ډزو کولو ادعا نده کړې او طالبانو هم ندي ویلي چې برید کوونکي څوک او د کومې ډلې خلک و.

له سیمې عیني شاهدانو ویلي چې غرمه شاوخوا یوه بجه یې د څو پرله پسې ډزو غږونه اورېدلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د علماو د غونډې د ځای په شاوخوا کې هیڅ ستونزه نشته.

نوموړي زیاته کړې چې طالب سرتیرو پر یو مشکوک ځای ډزې کړي او په خبره یې وضعیت په کنټرول کې دی. هغه له خلکو غوښتي چې اندېښنه دې نکوي.

طالبانو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

پر همدې مهال په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر او ددغه جرګې ګډونوال مولوي عبدالسلام ضعیف هم خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د غونډې د ډوډۍ د وقفې پرمهال د لویې جرګې خېمې له جنوبي طرف سپکې او درنې ډزې شوي دي.

د طالبانو د حکومت له خوا رابلل شوې د دیني علماو لویه غونډه نن په کابل کې پيل شوه.

دغې غونډې ته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د طالبانو چارواکي وايي، پدې غونډه کې ۳۰۰۰ کسانو ګډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG