د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د مشکوکو کڅوړو په ارتباط یو کس نیول شوی


د دوشنبې د ورځې راهیسې ١٢ مشکوکې کڅوړې استول شوي دي
د دوشنبې د ورځې راهیسې ١٢ مشکوکې کڅوړې استول شوي دي

پخوانیو امریکایي مقاماتو ته چې اکثر یې د دموکرات گوند غړي د مشکوکو کڅوړو د استولو په ارتباط یو تورن سړی په فلوریدا ایالت کې نیول شوی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت مقاماتو ویلي چې ددغه مشکوک سړي په هکله به جزییات وروسته شریک کړي.

ددغه شخص له نیولو څخه څو ساته دمخه امریکایي رسنیو رپوټ ورکړ چې د جمعې په ورځ (اکتوبر ٢٦) دوه نورې مشکوکې کڅوړې (بستې) فلوریدا او نیویارک ته استول شوي دي.

ددغه شخص له نیولو څخه څو ساته دمخه امریکایي رسنیو رپوټ ورکړ چې د جمعې په ورځ (اکتوبر ٢٦) دوه نورې مشکوکې کڅوړې (بستې) فلوریدا او نیویارک ته استول شوي دي.

دغه مشکوکې کڅوړې سناتور کوري بووکر او د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتو پخواني رئیس جیمز کلاپر، ادرس ته استول شوي دي.

د دوشنبې د ورځې (اکتوبر ٢٢) راهیسې د استول شویو شکمنو کڅوړو شمیر ١٢ ته رسیدلی دی.

دغه شکمنې کڅوړې د امریکا د پخواني جمهور رئیس بارک اوباما سربیره د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنتن، ته هم استول شوي دي.

د امریکا امنیتي مقاماتو د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي دي په یو شمیر دغو کڅوړو کې پر بټرۍ او ساعتونو سربیره سپین پوډر هم لیدل شوي، خو داسې نه بریښي چې دا کڅوړې دې د خلاصولو سره سمې منفجرې شي.

سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره یو شمیر پخوانیو او اوسنیو امریکایي مقاماتو ته ددغو مشکوکو کڅوړ استونه غندلې او ویلي یې دي څوک چې پدغه شان اعمالو لاس پورې کوي باید ځواب وکړي.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي حکومت به یې د نورو پلټنو له کولو وروسته زیات اطلاعات وړاندې کړي. ښاغلي ټرمپ همداشان ویلي چې "سیاسي تاوتریخوالی" په امریکا کې ځای نه لري.

XS
SM
MD
LG