د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سیاستوالو ته چاودېدونکي توکي استول شوي


د نیویارک پولیسو د منهاتن امنیتي تدابېر سخت کړي
د نیویارک پولیسو د منهاتن امنیتي تدابېر سخت کړي

د موکرات ګوند ځينو مخکښو غړو ته په کڅوړو کې د بمونو له استولو وروسته د نیویارک ښار په منهاتن سیمه کې امنیتي تدابېر سخت شوي.

په یوه تازه پېښه کې پولیس وایي د ولسمشر د پخواني مرستیال جوبایډن ته هم همداسې یوه کڅوړه استول شوې ده.

پر دې سربېره د نیویارک پولیسو هغه کڅوړه هم موندلې چې په کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو او د امریکا د مشهور هنرمن رابرت دونیرو کور ته استول کېده.

د امریکا مخکني ولسمشر بارک اوباما او د باندنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن ته هم داسې کڅوړې استولې شوې وې. پولیسو د نیویارک په منهاتن کې د رابرت دونیرو د کور شاوخوا سیمو کې امنیتي تدابېر زیات کړي دي.

ولسمشر ټرمپ ویلي چې په چاودیدنکو توکو د حکومت د اوسنیو او پخوانیو چارواکو په نښه کول، ناوړه کار دی او دا ډول اقدامات د امریکا په سیاست کې ځای نلري. جمهور رئیس ټرمپ رسنۍ هم د ستونزو یوه برخه بولي.

ولسمشر ټرمپ وویل "رسنۍ هم مسوولیت لری چی ښه لهجه وکاروي او اوږدمهالې دښمنۍ ، منفي سیالۍ او اغلبا ددرواغو نیوکې پایته ورسوي."

ښاغلی ټرمب له سي ان ان شبکې سره ښې اړیکې نلري او وخت ناوخت پرې انتقادونه کوي. په نیویارک کې د سی ان ان مرکزي دفتر وروسته هغه له تش کړل شو چې هلته یوه مشکوکه بسته وموندل شوه. چارواکو دا ترهګریز عمل بللی دی.

پولیسو ښاغلي اوباما او د دیموکراتانو د جمهوري ریاست د ټاکنو کاندیدې هیلري کلنټن ته استول شوې کڅوړې هم، څیړلې دي.

د نیویارک د پولیسو کمیشنر جیمز اونیل وویل "اړوندو مامورینو داسې یوه آله وموندله چې یوه بم ته ورته ده. خو مسولین سیمې ته راغلل او دا چاودیدونکی توکی یې د څیړنو لپاره یووړل. سربیره پر دې یو پاکټ هم موندل شوی چې سپین پوډر پکې و."

همدارنګه ویل کیږي چې په فلوریدا کې هم ځينې مشکوکې بستې چې یوه یې د کانګرس د دیموکرات غړي دیبي ویسرمن ته استول شوې، موندل شوي دي.

د دوشنبې په ورځ د دیموکرات ګوند د مالي ملاتړي او میلیاردر جورج سوروس په پوسته بکس کې هم بم ومندل شو. خو هیڅ یو بم هم نه دی چاودلی.

پولیسو همدغه رازپه واشنګټن، نیویارک، فلوریدا او لاس انجلس کې هم د همدې مشکوکو بستو په اړه چې یوه د کنګرس د غړې ماسیم واټرز ته استول شوې وه څیړنې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG