د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تیرکال د ګوزڼ اته وېشت پیښې شوې وې


افغانستان د نړۍ د ګوتو په شمېر هېوادونو کې راځي چې لا هم د ګوزڼ پېښې لري
افغانستان د نړۍ د ګوتو په شمېر هېوادونو کې راځي چې لا هم د ګوزڼ پېښې لري

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې د فراه او کندهار په ولایتونو کې د پولیو دوه نوې پیښې ثبت شوي، چې ورسره په تیر ۲۰۱۹ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ۲۸ ته لوړ شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت سلاکار هدایت الله ستانکزي امریکا غږ ته وویل، چې دغه وزارت د پولیو د پیښو نمونې " سمپلونه" د تیر دسمبر په میاشت کې د پولیو د پيښو د تائید او یا هم نه تائید لپاره بهر ته د لابراتواري معایناتو لپاره استولي وو، چې نتیجې یې مثبتې وې.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د فراه په بکوا ولسوالۍ کې یو ۱۸ میاشتنی ماشوم او د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې یوه پنځه میاشتنۍ ماشومه په پولیو اخته شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې تیر ۲۰۱۹ میلادي کال کې نهه پېښې په ارزګان، پنځه په هلمند، شپږ په کندهار، دوه په فراه، دوه په پکتیکا، یوه په بادغیس، یوه په بغلان، یوه په کونړ او یوه هم په ننګرهار ثبت شوې وه.

په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ۲۱ ته رسیدلی وو.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هیوادونه دي، چې لا هم د دغو هیوادونو ماشومان د پولیو د ناروغۍ د ګواښ سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG