د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د هلیکوپتر د غورځېدو په پېښه کې دوه جنرالان وژل شوي دی 


تصویر د دغې پېښې نه دی
تصویر د دغې پېښې نه دی

د پاکستان پوځ وايي چې د دوی د یو هلیکوپتر د غورځېدو په پېښه کې دوه جنرالان او څلور نور سرتېري وژل شوي ‌دي.

پوځ نن سه شنبه اګست دویمه (زمری لسمه) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا کسان د سیلاب ځپلیو سره د مرستو لپاره تللي وو چې الوتکه یې وغورځېده.

دا څرخي الوتکه د بلوچستان ایالت په یوه غرنیزه سیمه کې غورځېدلې ده. پاکستان پوځ وايي تېره ورځ د دغه هلیکوپتر اړیکه له هوايي ترافیک سره پرې شوه. وايي دا هلیکوپتر د بدې هوا له کبله غورځېدلی دی.

په وژل شویو کسانو کې د پاکستان د ۱۲ نمبر قول اردو ډګر جنرال سرفراز علي او تورن جنرال امجد حنیف شامل دي.

په سیمه کې یو چارواکي پرویز عمراني ویلي دي چې د هلیکوپتر پاتې شوني یې د «لاسبیلا» په سیمه کې موندل شوي دي.

په پاکستان کې د سختو بارانونو له کبله سیلابونه راووتل چې د چارواکو په خبره شاوخوا ۵۰۰ تنه مړه شوي دي او سلګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د پاکستان پوځ وايي په سیلاب کې د ایسارو شویو خلکو د ژغورنې او مرستو لپاره پوځي الوتکې واستولې.

XS
SM
MD
LG