د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ټاکنو کمېسیون: د عمران خان ګوند له بهرنیانو څخه ناقانونه مرستې ترلاسه کړې  


د پاکستان مخکنی صدراعظم
د پاکستان مخکنی صدراعظم

د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون وايي چې د دغه هېواد د مخکني صدر اعظم عمران خان ګوند «تحریک انصاف» په ناقانونه ډول له بهرنیو ډلو او افرادو څخه میلیونونه ډالر مرسته ترلاسه کړې ده.

کمېسیون د سه شنبې په ورځ اګست دویمه (زمری لسمه) وویل چې د ښاغلي خان ګوند ۱۶ بانکي حسابونه پټ کړي دي او په استرالیا، کاناډا، متحدو عربو اماراتو او کایمن ټاپوګانو کې یې له بهرنیو ډلو او افرادو څخه میلیونونه ډالر مرستې ترلاسه کړي دي.

په ۲۰۱۴ کې د عمران خان د ګوند یو مخکښ غړي په خپل ګوند باندې دا قضیه ثبت کړې وه.

د ټاکنو کمېسیون همدغه راز ویلي دي چې د عمران خان له لوري د مالي مسایلو په اړه سپارل شوي جزیات هم « دقیق نه دي».

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي دي چې دا د دې ښکارندوی دی چې عمران خان یو ثابت «درواغجن» دی. هغه په خپل ټویټر کې له ولس څخه غوښتي دي چې د بهرنیانو له لوري د هغه د ګوند د ملاتړ په اړه پوښتنه وکړي او ویې غندي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس د پاکستان «تحریک انصاف» لوړ پوړي مقام فواد چوهدري ویلي دي چې ګوند یې په بهر کې له مېشتو پاکستانیانو څخه پېسې ترلاسه کړي نه د بهرنیانو څخه.

ښاغلي چوهدري ویلي دي: «په بهر کې مېشت پاکستانیان د پاکستان د اقتصاد د ملا تېر دي او موږ به د مرستو په برخه کې په هغو تکیه کوو.»

د انتخاباتو کمېسیون «تحریک انصاف» ګوند ته خبر ورکړی دی چې د دغو ناقانونه ترلاسه شویو پېسو په اړه دې وضاحت ورکړي او یا دې په محکمه کې دا قضیه رد کړي.

د پاکستان د ټاکنو کمېسون په همدې حال کې د پاکستان د واکمن ګوند مسلم لیګ نواز او پاکستان ملي عوامي ګوند په اړه هم همداسې قضیې څېړي.

عمران خان، چې د پاکستان د کرکټ پخوانی لوبغاړی دی، په ۲۰۱۸ کې انتخابات وګټل او د پاکستان صدراعظم شو، خو د روان کال د اپریل په میاشت کې په پاکستان کې د اقتصادي ستونزو له کبله پر هغه انتقادونه زیات شول او مخالفو سیاسي ګوندونو یې په ضد ایتلاف وکړ او له واک څخه یې لېرې کړ. شهباز شریف د هغه ځای ناستی شو.

هغه تور ولګوه چې مخالفو سیاسي ګوندونو یې د بهرنیانو او په خاص ډول د امریکا په مشورې او لارښوونې هغه له واک څخه لېرې کړ، خو مخالفو پاکستاني سیاسي ګوندونو او امریکايي مقاماتو دا تورونه رد کړل.

XS
SM
MD
LG