د لاس رسي وړ اتصالات

له وسله والو سره په جګړې کې د پاکستان 'دوه سرتېري وژل' شوي


د پاکستان سرتېري
د پاکستان سرتېري

د پاکستان پوځ وايي چې د وسله والو سره په یوې نښتې کې د دوی دوه سرتېري او اووه وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ جون ۲۷ (چنګاښ شپږمه) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې جګړه د شمالي وزیرستان په «غلام خان» سیمه کې شوې ده.

د شمالي وزیرستان د «غلام خان» سیمه د افغانستان پولې ته څیرمه پرته ده.

د وژل شویو پاکستاني سرتېرو نومونه منیر حسین او بابو خان ښودل شوي چې ۴۴ کلن او ۳۸ کلن وو.

د پاکستان پوځ وايي چې وسله والو ته یې په ځوابي برید کې د تلفاتو د اړولو تر څنګ له هغوی څخه ځینې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي‌ دي.

په سیمه کې خلکو د امریکا غږ ډیوې څانګې ته ویلي دي چې د پاکستان پوځ د وسله والو په ضد عملیات کول او جګړه هم له همدې کبله شوې ده.

د پوځ په بیان کې ویل شوي نه دي ‌چې وسله وال څوک وو. مګر تر دې مخکې د «پاکستان تحریک طالبان» د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې د بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

دا جګړه داسې مهال شوې ده چې څه موده مخکې په کابل کې د پاکستاني طالبانو او اسلام اباد ترمنځ د سولې خبرې وشوې او تر نا معلومې مودې پورې اوربند وشو، خو د دغه اوربند ډېر جزیات ورکړل شوي نه دي.

افغان طالبانو ویلي دي چې د دوی په کوربتوب دا خبرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG