د لاس رسي وړ اتصالات

دوه پاکستاني سرتیري د وسله والو په برید کې وژل شوي


عکس: آرشیف
عکس: آرشیف

په پاکستان کې امنیتي ځواکونو ویلي چې د ملیشو دوه سرتیري دوشنبه مارچ پنځمه (کب ۱۵) د وسله والو په برید کې وژل شویدي او یو بل ټپي شویدی.

‏چارواکو ویلي چې پیښه د خیبر پښتونخوا د بنو په ولسوالۍ کې شویده.

په پاکستان کې امنیتي سرچینو د امریکا غږ ډیوه څانګې ته ویلي چې برید د شپې ناوخته په یوې امنیتې پوستې شوی او دا چې ټپي شوی سرتیری د بنو په ولسوالۍ کې پوځي روغتون ته وړل شوی. دې سرچینو د ټپي شوي سرتیري د روغتیایي وضعیت په هکله څه ندي ویلي. ‏

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې خو تر دې وړاندې د پاکستان په امنیتي ځواکونو د دا شان بریدونو د کولو ادعا د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي کړې. ‏

سیمه ایزو چارواکو ویلي چې سیمه یې کلابنده کړې او د وسله والو پر ضد د لټون عملیات روان دي.

په پاکستان کې دا پیښه داسې مهال شوې چې تازه مخکنی صدراعظم شبهاز شریف د دویمې دورې لپاره د پاکستان صدراعظم وټاکل شو. ښاغلي شریف تر ټاکل کیدو وروسته په خپلې لومړنۍ وینا کې وویل چې د هېواد اقتصادي، مالي او امنیتي ستونزې به هوارې کړي.

‏په عین حال کې د پاکستان د شخړې او امنیتي مطالعاتو څیړنیز انسټیټیوټ چې پدې هیواد کې امنیتي چارې څاري، پخپل تازه راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال د فبروري په میاشت کې د خیبر پښتونخوا په ولایت کې د "ترهګرۍ" پیښې کمې وې خو په همدې مودې کې بیا د بلوچستان په ولایت کې دا ډول پیښې ډیرې وې.

دا دواړه ولایتونه د افغانستان سره ګډې پولې لري.

د دې څیړنیز مرکز په راپور کې ویل شوي چې د فبروري په میاشت کې په ټول پاکستان کې ۹۷ بریدونه شوي چې ۸۷ تنه پکې وژل شوي او ۱۱۸ ټپي شوي، پداسې حال کې چې تر فبروري وړاندې د جنوري په میاشت کې بیا په ۹۳ پیښو کې ۹۰ تنه وژل شوي و او ۱۳۵ نور ټپي شوي و.

سره لدې چې د پاکستان په امنیتي ځواکونو او ملکیانو د ډیرو بریدونو ملامتي د پاکستاني طالبانو په غورځنګ اچول کیږي، خو بلوڅ بیلتون غوښتونکي، د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګه او نورې وسله والې ډلې هم پدې هیواد کې فعالې دي چې وخت ناوخته بریدونه کوي.

اسلام آباد ادعا لري چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې د پټیدو خوندي ځایونه لري او له هماغه ځایه په پاکستان کې د بریدونو بندوبست کوي خو د افغانستان طالبانو دا تورونه نه مني او ټینګار کوي چې هیڅکوک به پرې نږدې چې د افغانستان د خاورې څخه د بل هیواد پر ضد کار واخلي.

پدې مقالې کې د امریکا غږ ډیوه څانګې له راپور کار اخیستل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG