د لاس رسي وړ اتصالات

په فیلیپین کې پر یوه جومات برید شوی


د زامبونګا ښار زیانمن شوی جومات
د زامبونګا ښار زیانمن شوی جومات

د فیلیپین په سهیل کې د چهار شنبې په ورځ د ( جنوري ۳۰) د لاسي بم په برید کې دوه کسان ووژل شول.

د فیلیپین پولیس وايي تر دې وړاندې په زامبونګا ښار کې د یوه بم په چاودنه کې څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. ددې هیواد د عالمانو شورا دا یو غیر انساني عمل بللی دی.

چارواکي وايي دوی فکر نه کوي چې دا بریدونه د یکشنبې په ورځ ددې هیواد په جولو ټاپو کې پر یوې کلیسا د شويو بریدونو د غچ اخیستو په هدف چې یویشت کسان پکې ووژل شول ، شوی وي.

که څه هم د اسلامي دولت ډلې په جولو ټاپو کې پر کلیسا د برید مسولیت پر غاړه اخیستی خو سیمه ایز چارواکي وايي دوی په دې باور دي چې دا برید د ابو سیاف اورپکي ډلې کړی دی.

په فیلیپین کې زیانمنه شوې کلیسا چې د جنوري په ۲۷ پکې دوه چاودنې وشوې
په فیلیپین کې زیانمنه شوې کلیسا چې د جنوري په ۲۷ پکې دوه چاودنې وشوې

د اوبو سیاف ډلې چې د اسلامي دولت ډلې څخه بیعت کړی، د لسیزو راهیسې په سیمه کې پر برمته کولو سربیره، سلګونه بمي چاودنې کړي دي.

په فیلیپین کې په داسې حال کې پر مذهبي ځایونو دویم وژونکی برید کیږي چې په هغه هیواد کې یوې مسلمان میشتې سیمې ته د ډیرو صلاحیتونو د ورکړي لپاره یوه بریالۍ ټولپوښتنه وشوه.

د جنوري د ۲۱ نیټې بریالۍ ټولپوښتنه د فیلیپین په جنوب کې مسلمان میشتې سیمې ته په یوه کاتولیک هیواد کې ډیر صلاحیتونه ورکوي.

د بنګسومورا په نامه دا سیمه د حکومت او مسلمانو بیلتون غوښتونکو ترمنځ د خبرو په پایله کې رامنځ ته کیږي او په خپلو داخلي چارو کې به پراخ صلاحیتونه ولري.

دا ټولپوښتنه که څه هم د اوبو سیاف او یو شمیر نورو سخت دریځو اسلام پاله ډلو د استوګنې په ولایت (سولو) کې رد شوې ده خو بیا به هم دا ولایت د نوې رامنځ ته شوي سیمې یوه برخه ګڼل کیږي.

د فلیپین په جنوب جولو ټاپو کې د جنوري په اوه ویشتمه په یوې کلیسا کې د دوو بمونو په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۱ تنه ووژل شول او ١١١ تنه نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG