د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو د پولیو دوه کارکونکي بیرته خوشې کړي


د افغانستان او پاکستان پرته د پولیو ناروغي د نړۍ په نورو هیوادونو کې له منځه تللې ده.
د افغانستان او پاکستان پرته د پولیو ناروغي د نړۍ په نورو هیوادونو کې له منځه تللې ده.

د کندهارولایت سیمه ایز روغتیایي چارواکي وایي، د پوليو یا د ماشومانو د ګوزڼ د واکسین دوه تنه کار کونکي چې اوړمه ورځ د دولت وسله والو د دغه ولایت د ریګستان په ولسوالۍ کې تښتولي وو، نن سهار بیرته خوشې کړي.

د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت امر ډاکتر نظرمحمد امریکا غږ ته وويل، چې د پولیو د واکسین دواړه کارکوونکي چې یو یې ډاکټر او بل یې رضاکار واکسیناتور دی، په سپين بولدک ولسوالۍ کې خپل مرکز ته روغ رمټ راستانه شوي دي.

ډاکتر نظرمحمد وویل چې وسله والو مخالفینو له دوی څخه غوښتنه کړې وه چې د ریګستان د ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو روغتیایې کلینیک جوړکړي.

ډاکتر نظر محمد وویل " وسله والو طالبانو د واکسین د پروګرام تښتول شوي کارکونکي د څو ساعتونو لپاره له ځان سره ساتلي وو او په سیمه کې د روغتیایې کلینیک دجوړیدو غوشتنه لرله، خو زمونږ د همکارانو ځواب دا وو، چې مونږ یوازې ماشومانو ته د فلج پر ضد د دوه څاڅکو واکسین د رسولو مسئولیت لرو او له دې پرته بل کار نشو کولای " .

د نوموړي په وینا، تر پرله پسې اړیکو وروسته وسله وال پدې قانع شول، چې کلنینک د جوړولو چارې د پولیو د واکسین له پرورګرام سره تړاو نلري، نو له همدې کبله د واکسین دا دوه تنه کارکونکي په ریګستان ولسوالۍ کې بیرته خوشې کړل.

په ورته وخت کې د کندهار پوليس وايي چې د پولیو د پروګرام دا واکسیناتوران د دوی له خبرتیا پرته سیمې ته تللي وو.

جنرال عبدالرازق وویل، د واکسین د پروګرام دغو کارکوونکو د خپل سفر د هدف په اړه امنیتي مسئولینوته خبر نه وو ورکړی.

جنرال عبدالرازق هم دا تائید کړه چې وسله والو مخالفینو د ریګستان په غرنۍ سیمه کې د یو کلینک د جوړیدلو غوښتنه کړې وه.

خو وسله والو مخالفینو لا تر اوسه پورې پدې اړه څه ندي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG