د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د پولیو ضد مبلغین ګوښه کړل شوي


د خوست يو شمېر اوسېدونکو د هغو کسانو پر ګوښه کولو اندېښنه څرګنده کړې، چې په يو شمېر سيمو کې يې د پوليو ويروس د خطر او د واکسين د اهميت په اړه د مبليغينو په توګه عامه پوهاوی ورکاوه.

وروسته له هغه چې د افغانستان د يو شمېر نورو ولايتونو په څېر خوست کې هم د پوليو په هکله د عامه پوهاوي مبليغين له دندو لېرې شوي، يو شمېر خلک اندېښنه ښيي، چې ممکن دا به پر عامه پوهاوي منفي تاثير ولري.

د دوی په وينا په داسې حال کې چې د ګوزن ناروغۍ ويروس محوه کيدو ته نږدې شوی، که په دغه برخه کې پراخ پوهاوی ونشي، ښايي د پوليو ويروس د له منځه وړلو پروسه له خنډونو سره مخ شي.

د عليشېرو او تريزايي ولسوالۍ اوسېدونکی دين ګل دانش په همدې هکله داسې وايي: "کله چې خلک په دې پوه نه شي نو دغه ناروغي به ډېره پراخه شي. ځکه کله چې د ګوزڼ واکسين نه کيږي نو دغه ناروغي به بيخي زياته شي".

د دغه ولايت په عليشېر او تريزايي، سپېره او ګربزو ولسواليو کې ۲۰۹ کسانو، چې د يونيسف له لوري ګمارل شوي وو، خلکو ته د پوليو ويروس د خطر او د واکسين د اهميت په اړه په کليو بانډو کې معلومات ورکول.

په افغانستان کې د يونيسف يا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق د پوليو پروګرام د عامه اړيکو مسؤل ډاکټر سيد کمال شاه وايي، چې دغه کسان تېره مياشت د مالي ستونزو له کبله له دندو لېرې شوي دي.

ډاکټر سيد کمال شاه د يادو ټولو مبليغينو فعاليتونه او هڅې وستايلې، خو زياته يې کړه، چې د يونيسف له لوري د عامه پوهاوي يو شمېر نور پروګرامونه هم د تطبيق په حال کې دي.

هغه وويل: "د يونيسف له لوري د عامه پوهاوي پروګرامونه جريان لري او کوښښ کوي چې داسې پروګرامونه رامنځته کړي چې ډېر موثر واوسي. په دې ضمن کې هغه د مشورې پروسه تر کار لاندې ده".

په همدې حال کې يو شمېر خلک له مذهبي او قومي مشرانو او د ټولنې له نورو غړو غوښتنه لري چې پرته له کوم امتيازه د واکسين په هکله پوهاوي کې مرسته وکړي، ځکه د دوی په وينا د ټولنې هر وګړی په دې برخه کې مسووليت لري.

د خوست اوسېدونکی عزيزالله په دې هکله داسې وايي: "په لېرې پرتو سيمو کې ولسي بانفوذه مشرانو په ځانګړي ډول ديني عالمانو ته په کار ده، چې د جوماتونو د ممبر له لارې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، څو خلک خپلو ماشومانو ته په خپل وخت واکسين ورکړو".

د یادونه وړ ده چې په روان ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې تر دې مهاله په افغانستان د پوليو دوه پیښې یوه په هلمند او دوهمه په زابل ولایت کې رامنځ ته شوي دي. دا په داسې حال کې دي چې په ګاونډي هېواد پاکستان کې بیا تر دې دمه د پوليو ۱۷ مثبت پیښې تثبیت شوې دي.

XS
SM
MD
LG