د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو جنوبي افریقا کې په مۍ خانو ډزې کړې ۱۹ تنه یې وژلي 


پولیس وايی د پېښو په اړه یې تحقیقات پیل کړي
پولیس وايی د پېښو په اړه یې تحقیقات پیل کړي

په جنوبي افریقا کې چارواکي وايي د دغه هېواد په شمال او ختیځ کې په دوو مۍ خانو کې وسله والو بریدونه کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي دي.

چارواکي په مرکز جوهانسبرګ کې وايي چې د سویتوي په ښارګوټي کې د جولاۍ په لسمه (چنګاښ ۱۹) سهار مهال یو شمېر خلکو په یوې مۍ خانې ډزې وکړې او ۱۵ تنه یې ووژل.

چارواکي همدغه راز وايي چې د پیترماریتزبرګ په ښار کې هم وسله والو په یوې مۍ خانې کې ډزې کړې څلور تنه یې وژلي او اته نور ژوبل دي.

پولیس چارواکي وايي لا معلومه نه ده چې دا دوه پېښې په خپلو کې سره کوم تړاو لري که نه خو وايي‌ چې په اړه یې تحقیقات پیل شوي دي.

پولیس وايي لا د بریدګرو په اړه معلومات نشته خو وژل شوي او ژوبل شوي کسان د ۳۵ او ۴۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري.

تېرکال په جنوبي افریقا کې په تاوتریخوالي او چپاولونو کې لږ تر لږه ۳۵۰ کسان وژل شوي او د دغه هېواد امنیتي‌ ځواکونو زرګونه کسان نیولي دي.

XS
SM
MD
LG