د لاس رسي وړ اتصالات

په کراچۍ کې د پولیسو پر مرکز برید کې ۴ تنه وژل شوي ؛ طالبانو د نورو بریدونو خبرداری ورکړی


پاکستاني طالبانو خبرداری ورکړی چې نور دا شان بریدونه به هم وکړي.
پاکستاني طالبانو خبرداری ورکړی چې نور دا شان بریدونه به هم وکړي.

د جمعې په شپه فبرورۍ ۱۷ (سلواغې ۲۸) د پاکستان په بندري ښار کراچۍ کې د پولیسو په یو مرکز وسله وال برید کې څلور تنه وژل شوي.

دا برید یوازې څو اونۍ وروسته له هغه کیږي چې په پیښور کې د پولیسو په یو جومات باندې په بمي چاودنې کې څه دپاسه ۸۰ تنه پولیس افسران ووژل شول.

پاکستاني طالبانو ویلي چې دا برید "ځان وژونکی" ماموریت او د نورو دا شان بریدونو خبرداری یي ورکړی.

تحریک طالبان پاکستان په یوې اعلامیې کې شنبه فبروري ۱۸ (سلواغې۲۹) په پولیسو غږ کړی چې د "غلام پوځ" ضد جګړې کې د دې ډلې "لار نه بندوي کنه نو په پولیسو به دا ډول بریدونه دوام ولري".

په اعلامیې کې راغلي، "امنیتي ادارو ته خبرداری ورکوو چې په جعلي مقابلو کې د بې ګناه بندیانو وژل دې بند کړي او کنه نو زمونږ د بریدونو شدت به لا ډیر شي".

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د برید څخه وروسته په ټویټر کې ژمنه وکړه چې په هیواد کې به ترهګري پای ته رسوي.

ښاغلي شریف لیکلي، " پاکستان به نه یوازې د ترهګرۍ جرړې ختمې کړي بلکې عدالت ته په راکش کولو به ترهګر هم ووژني".
په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس دا برید غندلی او ویلي یې دي چې متحده ایالات به د "پاکستان د ولس سره ټینګ ولاړ وي".

ښاغلي پرایس همدرانګه ویلي چې "تشدد ځواب ندی او باید بند شي".

ها خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي چې په ټول هیواد کې "عمومي ګواښ" او له همدې کبله امنیتي ځواکونه په لوړه کچه د تیارسۍ په حال کې دي.

د سیند د حکومت ویاند مرتضی وهاب صدیقي اژانس ته وویل، "په برید کې څلور کسان وژل شوي، چې په کې درې پولیس او یو رینجر او یو ی شامل دي." هغه زیاته کړه: "عملیات د دریو ترهګرو په وژلو سره پای ته ورسیدل."

په برید کې لږ تر لږه ۱۹ تنه ټپي شوي هم دي.

د کراچۍ په جناح روغتون کې یوې سرچینې فرانس پرس اژانس ته ویلي چې دوه ټپي شوي امنیتي افسران - یو پولیس او یو رینجر – دې روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوي وو.

د امریکاغږ ډیوه رادیو خبریال د سیند صوبې د وزیراعلی له قوله دمخه ویلي وو چې په دې برید کې تر اوسه دوه پولیس، یو عام تن او دوه ترهګر وژل شوي دي.

د کراچۍ د پولیسو سرچینې ویلي چې د اتوو نه تر لسو ترهګرو لومړی د د پولیسو مرکز ته لاسي بمونه وغورځول او وروسته دې مرکز ورننوتل او هلته یې ډزې پیل کړې دي.

پاکستاني رسنۍ وایي د پېښې په ځای کې د چاودنو درانه غږونه هم اوریدل شوي دي.

دسیند صوبې وزیراعلا ښاغلي مراد علي شاه رسنیو ته ویلي د پولیسو ترڅنګ، د پوځ اؤ رینجرز ځواکونه هم د پېښې ځائ ته رسیدلي او ترهګر یې محاصره کړي دي.

د هغه په وینا تر دې مهاله هغه ته په ډزو کې د دوو پولیسو، یو عام وګړي او دوو ترهګرو د وژل کیدو اطلاع ورکړل شوې ده. هغه وایي څلور تنه نور ژوبل دي چې د یو تن حالت پکې مرګونی دی.

بیلابیلو رسنیو خبر ورکړی چې د برید پر مهال له ۴۰ څخه تر ۵۰ تنو پورې کسان په ودانۍ کې موجود وو.

ددې برید نه وړاندې په د جنورۍ په ۳۰ د پېښور په پولیس لاین کې په یو جومات ځانمرګی برید شوی و چې لومړی حکومت د ۱۰۲ کسانو د مړینې د څه دپاسه ۲۰۰ تنو د ټپي کیدو پخلی کړی و، خو وروسته بیا پولیسو وویل چې پدې برید کې ۸۴ کسان وژل شوي چې زیاتره پولیس وؤ.

د پېښور د ځانمرګي برید پړه د پاکستاني طالبانو یوې ډلې په غاړه اخستې وه.

XS
SM
MD
LG