د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت وايي یوه میاشت کې ۷۷۵ ملکیانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په تېره شاوخوا یوه میاشت کې ۲۴۸ ملکیان په دغه هېواد کې وژل شوي او ۵۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین د یکشنبې په ورځ د مې ۳۰ (غبرګولي نهمه) خبریالانو ته وویل چې دغه شمیر ملکیانو ته د طالبانو په یرغلیزو بریدونو او د ماین په چاودونو کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي ارین زیاته کړه چې په تېرې یوې میاشت کې طالبانو لسګونه یرغلیز بریدونه او د ماین چاودنې کړي چې په کې زیاتره ملکیانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې.

هغه وویل چې طالبان له ملکي اهدافو څخه د سپر په توګه کار اخلي او زیاته یې کړه: "طالبان د خپلو یرغلیزو بریدونو لپاره ملکي اهداف په نښه کوي، دا جنګي جنایت دی. ملکیانو ته په ځانګړي ډول وروستیو میاشتو کې درانه تلفات اوښتي، طالبان د دغو ملکي تلفاتو مسول دي او هغه تحرکات او بریدونه چې طالبان یې ترسره کوي په جنګي قوانینو کې جنایت بلل کېږي".

ښاغلي ارین زیاته کړه چې افغان امنیتي ځواکونو د "طالبانو د دغه جنایتونو" ځواب ویلی دی.

وسله‌ والو طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې تل په ملکي تلفاتو کې د خپلو جنګیالیو لاس لرل رد کړي دي.

د هدفي وژنو دوام

د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې نن ناپېژندو وسله‌ والو یو ملکي کس په ډزو وژلی او یو بل یې ټپي کړی دي.

د افغانستان د ښار جوړونې او ځمکو وزارت وايي چې په دغه برید کې د وزارت د پالیسۍ او پلان رئیس عارف‌الله عارف په نښه شوی او وژل شوی دی.

په عین حال کې د غور په مرکز فیروز کوه ښار کې د درالمعلمین یو استاد هم په ډزو وژل شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې لا هم په دغه هېواد کې د ملکیانو هدفي وژنه دوام لري او اړتیا ده چې ژر تر ژره دغه بریدونه پای ومومي.

د دغه کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر تېره ورځ په پروان کې د البیروني پوهنتون د عملې په موټر برید چې په کې څلور استادان ووژل شول او ۱۱ تنه ټپیان شول اندېښنه ښودلې ده.

اغلې اکبر په خپل ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان خلک اوربند، د سولې اغیزمنو مذاکراتو او د تاوتریخوالي پای ته رسولو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG