د لاس رسي وړ اتصالات

تایسن یو ځل بیا د نړۍ د سوک وهلو د دروند وزن اتل شو 


تایسن فیوري د نړۍ د سوک وهلو د درانده وزن په یوه سخته سیالۍ کې وکړای شول چې په ۱۱ رونډ کې خپل سخت سری سیال ډونتې وایلدر په فني ضربې له پښو وغورزوي او خپله اتلولي وساتي.

سره له دې چې وایلدر په څلورم رونډ کې وکړای شول دوه ځلې تایسن فیوري په سختو ضربو په ګونډه کړي، خو ویې نشو کړای چې بریالی شي.

دغه سیالي تیره شپه د اکتوبر په نهمه (تلې ۱۷) د متحده ایالاتو د نوادا ایالت په لاس ویګاس ښار کې وشوه چې په کې تایسن فیوري وکړای شول یو ځل بیا د نړۍ د سوک وهنې د درانده وزن اتل شي.

بریتانوی تایسن فیوري تر اوسه ۳۱ لوبې ګټلي، یوه یې مساوي کړې او هیڅ لوبه یې نده بایللې او ددې جملې نه ۲۲ سیایو کې یې خپل سیالان په فني ضربه مات کړي دي.

ډونتې وایلدر امریکایي دی او تر اوسه یې ۴۲ لوبې ګټلي، یوه یې مساوی کړې او دوه خلې یې بایللی او ددغې جملې څخه یې په ۴۱ سالیو کې خپل سیال په فني ضربه له پښو غورزولي دي.

XS
SM
MD
LG