د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې او اوکراین تر منځ د جګړې پر دوام د امریکا اندېښنه

پداسې حال کې چې د روسیې او اوکراین تر منځ جګړه دوام لري، دواړه خواوې یو بل د اوربند څخه په سرغړونې تورنوي. روسیې ویلي چې د چورنوبیل اټومي بټۍ شاوخوا د اورلګېدنې نه وروسته یې د وړانګو یا رېډېشن څارنه زیاته کړې، خو د خطرناکو وړانګو نښې نښانې ندي ثبت شوې.

بلخوا، اوکراین پر روسیې د خپلو لرې واټن ویشتونکو توغندیو او درونونو بریدونو ته دوام ورکړی دی. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي چې د بې‌پیلوټه الوتکو یا ډرونونو په برید کې د روسیې د تیلو د سترو تصفیه خانو څخه یوه په نښه شوې ده.

روسیې ویلي چې د پرون سهار له یوولسو بجو څخه د نن سهار تر دوو بجو پورې یې د مسکو په سیمه کې له پنځوسو زیات اوکرایني ډرونونه نسکور کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال پر نازي جرمني د بریا د کلیزې یا “بري ورځ” د نمانځنې لپاره یو اړخیز اوربند اعلان کړی و.

په همدې حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، واشنګټن تر دې دمه هڅه کړې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي، خو دا هڅې لا تر اوسه کومې مثبتې پایلې ته نه دي رسېدلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو ویلي، “موږ چمتو یو هر ممکن رول ولوبوو څو دا جګړه د ډیپلوماټیکو لارو په مټ په سوله‌ییز ډول پای ته ورسېږي، خو له بده مرغه، تر اوسه دا هڅې په ټپه درېدلې دي.”
هغه زیاته کړې چې امریکا روانه جګړه یوه “تراژیدي” ګڼي، ځکه دواړه خواوې درانه اقتصادي او بشري زیانونه ګالي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG