د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي جنرال: تاجیکستان کې د پخواني افغان پوځ الوتکې طالبانو ته نه ورکول کیږي 


Afghan Helicopters
Afghan Helicopters

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وايي، د افغانستان د پخواني پوځ ځینې الوتکې او هیلکوپترې چې تاجیکستان ته لېږدول شوې وې، بېرته افغانستان ته نه ورکول کیږي، ځکه دا الوتکې له طالبانو پورې تړاو نه لري.

جنرال مایکل کوریلا چې تېره اونۍ تاجیکستان ته تللی و، وویل چې متحده ایالات ښايي تاجکستان ته اجازه ورکړي چې د افغانستان د پخواني هوايي ځواک دغه الوتکې وساتي چې د امریکا لخوا روزل شويو افغان پیلوټانو هغه هیواد ته انتقال کړې وې.

ښاغلي کوریلا وویل: «زموږ هیله دا ده چې موږ وکولای شو د دغو الوتکو یو شمیر او یا ټولې د تاجکستان حکومت ته وسپارو.» هغه تاجیکستان ته ددغو الوتکو د سپارلو د نیټې په هکله څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې هڅه کوي چې دا کار ژر تر ژره ترسره شي.

په تاجیکستان کې د امریکا سفارت د جنرال کوریلا له قوله ویلي: "مونږ د تاجیکستان د جمهوري ریاست له وسله والو ځواکونو مننه کوو چې ددغه الوتکو د امنیت په ساتلو کې یې چې د تېر کال د اګست میاشت کې د افغان هوايي ځواک له خوا دې هیواد ته انتقال شوي مرسته کړې ده."

د راپورونو له مخې د اګسټ په وروستیو کې، د افغان پوځ یو شمېر پرسونل د خپلو کورنیو سره څو ساعته مخکې له هغې چې طالبان کابل ته ننوځي په شاوخوا ۵۰ الوتکو او هیلکوپترو کې ازبیکستان او تاجیکستان ته وتښتېدل. دغه الوتکې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د افغانستان د پخواني حکومت هوايي ځواک ته ورکړل شوې وې.

د امریکا د مرکزي قوماندې قوماندان وویل: «متحده ایالات د تاجکستان له حکومت سره کار کوي چې د دغو الوتکو د کارولو او ساتلو لپاره تر ټولو ښه لاره په ډاګه کړي.»

تر دې مخکې د مارچ په میاشت کې امریکا په روسیه کې جوړې شوې ۱۶ پوځي هیلیکوپرې چې د افغان پوځ لپاره یې اخیستې وې اوکراین ته ورکړې. دغه هیلیکوپترې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو او د طالبانو له خوا د افغانستان د پخواني حکومت له پرزولو دمخه اوکراین ته د ترمیم لپاره لیږدول شوې وې.

په همدې حال کې ازبکستاني چارواکو ویلي چې د افغان هوايي ځواک لسګونه الوتکې چې د پخواني حکومت د پیلوټانو له خوا ازبکستان ته راوړل شوې، د امریکا ملکیت دي او طالبانو ته به ور نه کړل شي.

دا پداسې حال کې دي چې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب د جنورۍ په یوولسمه تاجکستان او ازبکستان ته خبرداری ورکړ چې خپلې الوتکې او چورلکې بېرته ورکړي.

ملا یعقوب ویلي وو چې له دغو هېوادونو غواړي چې پدې اړه اقدام وکړي، ځکه هېڅ هېواد حق نه لري چې افغان الوتکې او چورلکې وساتي او یا یې وکاروي، که نه طالبان به یې غچ واخلي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي چې ۴۶ الوتکې په ازبیکستان او ۱۸ الوتکې په تاجیکستان کې شته چې په کې Mi-17 UH-60 هلیکوپترې او همداشان PC-12، C-208، AC-208 و A-29 الوتکې شاملې دي.

غیر رسمي اټکلونه ښیي چې شاوخوا ۵۰۰ نه تر۶۰۰ پورې افغانان پدغو الوتکو کې اوزبیکستان او شاوخوا ۱۴۰ نه تر ۱۵۰ تنو پورې تاجیکستان ته تللي دي.

ددغو الوتکو پیلوټان د تیر کال د سپتمبر او نومبر په میاشتو کې متحده عربي اماراتو او بیا متحده ایالاتو ته انتقال شول.

XS
SM
MD
LG