د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا - روسېې ترمنځ د ساړه جنگ د زمانې همکاري


د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د روسېې جمهوررئیس ولادیمیر پوټین. فنلنډ- هېلسنکي ، دوشنبه د جولای ١٦ مه ٢٠١٨ م کال
د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د روسېې جمهوررئیس ولادیمیر پوټین. فنلنډ- هېلسنکي ، دوشنبه د جولای ١٦ مه ٢٠١٨ م کال

پکارده امریکا او روسیه په ډیره بیړه د سړې جگړې د زمانې همکاري بیرته له سره پیل کړي چې د اټومي وسلو د خپریدلو مخه ونیسي.

د ستراتیژیکو څېړنو نړۍ وال انستیتیوت یو رپوټ وايي د اټومی وسلو د خپرېدلو دمخنیوي لپاره د سړې جگړې د زمانې همکاریو ته اړتیا لیدل کېږی.

هغه وخت دامریکا او پخواني شوروي اتحاد د همکارۍ له امله د جنوبي افریقا داټومی وسلو د پروگرام د پرمختگ مخه بنده شوله.

د روسېې د استخباراتو سپوږمکیو د افریقا دکالاهاري په دشته کې د ١٩٧٧ کال د اگست په میاشت کې ددې څرک ولگاوه چې د یوې اټومی ازموینی لپاره کار روان دی.

د اټومي وسلو سیالي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00

د ستراتیژیکو څېړنو نړۍ وال انستیتیوت نېک ریډمن وايي: شوروي اتحاد هغه وخت د قوم اورنگ پربنسټ توپېري رژیم سره اړیکې نه درلودلې. خو استخباراتو ېې دا څرک لگولی و چې د اټومي ازموینی لپاره هڅې روانې دي. شوروی اتحآد داخطر ومانه او له امریکا سره ېې خپل استخباراتي معلومات شریک کړل."

نېک ریډ من واي امریکا له پریټوریا سره اړېکی درلودلې او له هغوی سره ېې د ملکي اټومی پروگرام په انکشاف کې مرسته کړې وه؛ خو داېې خوښه نه وه چې د جنوبی افریقا تبعیضی رژیم دې اټومي ازموینه وکړي.

پریټوریا داټومی ازموینې له کولو نه انکار وکړ خو دامریکا استخباراتو د ازموینی د ساحې موجودیت تائید کړ. د ١٩٩٣ کال دا ویډیو څرگندوی چی د اټومي اینرژۍ نړۍ والې ادارې مفتشا ن د کالاهاري د ساحی د ورانولو څارنه کوي.

دامریکا د ولسمشر جیمی کارټر او د شوروی اتحاد د رهبر لیونیډ بریژنیف همکاري، د ساړه جنگ په زمانه کې د اټومی وسلو د خپریدلو دمخنیوي لپاره یو ښه مثال دی.

نېک ریډمن،د ستراتیژیکو څېړنو نړۍ وال انستیتیوت غړی وايي: شخصی اړیکې نه یوازې د نه خپرولو د معاهدې لپاره ضرور وې بلکه ددې ټول نظام د جوړولو لپاره اړینی وگڼل شوې. په دې کې د دواړو حکومتونود وسلو د کنترول او ساینس متخصصین شامل وو او هغوی به په منظم ډول له یوبل سره کتل."

د ١٩٦٠ په لسیزه کې په دې اړه په ژنیو کې تقریبا لس کاله مذاکرات وشول.

لېندن جانسن د متحدو ایالاتو د جمهوری ریاست مرستیال وویل: پکارده په دې ټینگار وکړم چې موږ به په دې اړه هرڅه وکړو؛ زه ېې تکراروم هرڅه به د وقار او عزت په نظر کې نیولو سره وکړو چی یوې روغې جوړې ته سره ورسیږو."

داخبرې په (١٩٧٠) کې د اټومی وسلو دنه خپرولو په معاهده بدلې شوې. خو تقریبا نیمه پېړی وروسته ددې رپوټ برابروونکي وايی چی اوس دامریکا او روسېې ترمنځ اړیکی په ١٩٦٢ کې د کیوبا دتوغندیو له پېښې نه راوروسته ډیرې خرابی دي.

نېک ریډمن د ستراتیژیکو څېړنو نړۍ وال انستیتیوت غړی وايي:له همدی امله دیته اړتیا ده چی د همکارۍ دود بیرته راژوندی کړی شی؛ ځکه خطرونه لا له منځه ندي تللي. داسی اټومی وسلې لا شته دي چې هغه راز خوندي ندي لکه څنگه ېې چې موږغواړو. اټومی مواد هم خوندي ندي."

د وسلو د نویو مسابقو او سیالیو خطرونه شته دي. روسیه د تاکتیکی اټومی وسلو په ا نکشاف لگیاده او امریکا د خپل ا ټومی قدرت په عصري کولو او تجدید بوخته ده.

نیک ریډ من وايي د ٢٠١٧ کال د اټومي وسلو ممنوعیت معاهده د اټومی قدرتونو له خوانه لاسلیک نشوه او داکار د هغو هېوادونو ترمنځ چې اټومی وسلې لري او هغو ترمنځ چېنه ېې لري ستر اختلاف څرگندوي.

دغه رپوټ په متحدو ایالاتو او روسیه کې د پالیسیو جوړوونکي دیته هڅوي چې د ساړه جنگ د زمانې له تاریخ نه زده کړه وکړي، ځکه نړۍ لاتراوسه پورې د اټومي وسلو د ستر خطر سره مخامخ ده.

XS
SM
MD
LG