د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د چین ۱۰ نور شرکتونه د اقتصادي ‌بندیزونو تور لست کې شاملوي 


د امریکا د سوداګرۍ وزارت ودانۍ
د امریکا د سوداګرۍ وزارت ودانۍ

د امریکا د سوداګرۍ وزارت پلان لري‌ چې ۳۰ نور شرکتونه هم د خپل اقتصادي بندیزونو په تور لست کې شامل کړي.

د رویټرز خبري اژانس نن جمعه جولای نهمه (چنګاښ۱۸) راپور ورکړ چې دوو امریکايي‌ چارواکو ورته ویلي‌ دي‌ چې په دغو ۳۰ شرکتونو کې یې ۱۰ چینايي شرکتونه دي چې د بشري حقونو څخه په سرغړونې او په سین کیانګ کې د لوړې-تکنالوژۍ په واسطه په څارنې تورن دي.

دغو چارواکيو،‌ چې نومونه یې اخیستل شوي نه دي،‌ ویلي دي‌ چې دا شرکتونه به په هغه تور لست کې شامل شي چې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو څه باندې ۳۰ شرکتونه او افراد په کې دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو داقتصاد وزارت تېره میاشت هم اعلان وکړ چې د چین په لیري ختیځې سیمې کې یې د اجباري کار په تور پنځه چینایي شرکتونه او افراد په اقتصادي‌ تور لست کې شامل کړل.

د امریکا په اقتصادي تور لست کې د تازه شامل شویو شرکتونو نومونه لا اعلان شوي نه دي.

تر دې مخکې هم د امریکا حکومت هم په ځینو چینایي شرکتونو باندې د چین د هغوی دولتي چارواکو او ادارو سره، چې د بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن دي، د ګډ کار کولو له کبله بندیزونه لګولي‌وو.

د امریکا حکومت له امریکایي شرکتونو څخه هم غوښتي چې له دا ډول افرادو او شرکتونو سره معاملې ونکړې.

XS
SM
MD
LG