د لاس رسي وړ اتصالات

په متحده عربي اماراتو کې پر اټومي برېښناکوټ د بې پیلوټې الوتکې برید

د متحده عربي اماراتو چارواکو په دغه هېواد کې پر یوه اټومي برېښناکوټ د بې پیلوټه الوتکې د برید راپور ورکړی دی.

د چارواکو په وینا، بې پیلوټه الوتکې د ابوظبۍ د "براکه" برېښناکوټ په الحاقیه سیمه کې پر یوه جنراتور برید کړی چې له امله یې د برېښناکوټ په یوه څنډه کې اور لګېدلی دی.

د ابوظبۍ رسنیز دفتر ویلي چې په دې برید کې څوک نه دي ټپي شوي، نه هم دې پېښې د برېښناکوټ فعالیت له ګډوډۍ سره مخ کړی او نه هم اټومي وړانګې خپرې شوې دي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې، د اماراتي چارواکو په حواله ویلي چې د پېښې وروسته د براکه په اټومي برېښناکوټ کې د وړانګو کچه په نورمالو حدودو کې پاتې شوې ده.

د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت ویلي چې د بې پیلوټه الوتکې د الوتلو د اصلي ځای د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.

دفاع وزارت پرته لدې چې زیات جزئیات ورکړي ویلي چې درې بې پیلوټه الوتکې د متحده عربي اماراتو له "لوېدیځې پولې" راغلې وې چې دوه یې خنثي شوې او یوه یې د براکې په اټومي برېښناکوټ لګېدلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG