د لاس رسي وړ اتصالات

د عربي متحده اماراتو د کرکټ ۲ لوبغاړي ۸ کاله د لوبو نه بند شول


د کرکټ نړیوالې شوارې دواړه تورن لوبغاړي مجرم وبلل.
د کرکټ نړیوالې شوارې دواړه تورن لوبغاړي مجرم وبلل.

د عربي متحده اماراتو د کرکټ دوه لوبغاړي عامر حیات او اشفاق احمد د رشوت اخیستو، رشوت غوښتو، رشوت منلو او یا په لوبې د اغیز لپاره په رشوت د موافقې کولو په قضیه کې مجرم وبلل شول.

د کرکټ د نړیوالې شورا د فساد ضد ځانګړې محکمې دغه دواړه لوبغاړي د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په میاشت کې د شلو شلو اورونو د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې چې په عربي متحده اماراتو کې کیدلې، د کرکټ د اصولو نه په سرغړاونې تورن کړي و او د لوبو د کولو نه بند شوي و.

د کرکټ د نړیوالې شورا د روڼتیا د څانګې عمومي مشر الیکس مارشال ویلي چې دغو دواړو لوبغاړو د زیاتې مودې لپاره په لوړه کچه د کرکټ لوبه کړې او په لوبو کې د درغلیو په خطرونو خبر و.

ښاغلي مارشال ویلي، "د عربي متحده اماراتو دواړو لوبغاړو د کرکټ د نړیوالې شورا د فساد ضد په څو ښوونیزو غونډو کې ګډون کړی او پدې پوهیدل چې څنګه د فساد په کړنو کې ښکیل نشي. "

د کرکټ د نړیوالې شوارې دې چاراکي همدرانګه ویلي چې هغوي (عامر او اشفاق) د خپلو مسؤلیتونو په تر سره کولو کې پاتې راغلي.

XS
SM
MD
LG