د لاس رسي وړ اتصالات

د متحده عربي اماراتو رئیس شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان مړ شو 


د متحده عربي اماراتو رئیس شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان
د متحده عربي اماراتو رئیس شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان

د متحده عربي اماراتو رئیس شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان، د جمعې په ورځ مۍ ۱۳ (غوایي ۲۳) د ۷۴ کالو په عمر مړ شو.

شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان د لویدیځې نړۍ پلوي و چې ویې کړای شول د خلیج د هیوادونو اړیکې د متحده ایالاتو او متحدینو سره يې نژدې کړي.

د متحده عربي اماراتو د جمهوري ریاست د چارو وزارت د خلیفه او د ابوظبی د اماراتو ددغه بډایه واکمن مړینه تائید کړې خو په اړه یې زیات جزییات ندي ورکړي.

خلیفه بن زاید په ۱۹۴۸ میلادي کال کې زیږیدلی و او د ۲۰۱۴ کال راهیسې د مغزي سکتې له وجې د هیواد د چارو له پرمخ بیولو څخه ګوښه شو او په عام محضر کې یې له څرګندیدو هم ډډه کړې وه.

ددې هیواد د اساسي قانون له مخې د جمهور رئیس مرستیال او صدراعظم شیخ محمد بن راشد آل مکتوم، چې د دوبۍ حاکم دی د اوو حاکمانو فدرالي عالي شورا د جوړیدو او د نوي جمهور رئیس تر ټاکل کیدو د متحده عربي اماراتو چارې پرمخ بیایي.

د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان د مړینې د خبر وروسته د متحده ایالاتو او اسرائیل په ګډون د عربي هیوادونو مشرانو ددې هیواد سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د اسرائیل ولسمشر اسحق هرتزوګ وویل: "د شیخ خلیفه زړور مشرتابه د اماراتو او د هغه هیواد د خلکو د پرمختګ او همداشان د نورو هیوادونو سره په مشارکت کې زیاته مرسته کړې او دغه کړنه د هغه ځای ناستي ته یو ستر میراث ګڼل کیږي".

په اماراتو کې د متحده ایالاتو سفارت شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان "د متحده ایالاتو واقعي دوست" ګڼلی دی.

د متحده عربي اماراتو مقامات د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان د مړینې په پار ۴۰ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی. همداشان ویل کیږي چې د متحده عربي اماراتو بیرغ په رسمي ماڼیو باندې نیمه ځوړند شوی او د حکومتي بنسټونو مامورین د دریو ورځو لپاره رخصت شوي دي.

XS
SM
MD
LG