د لاس رسي وړ اتصالات

عربي اماراتو یو بریتانوی د 'جاسوسۍ' په تور په عمر بند محکوم کړی


د متحده عربي اماراتو یوې محکمې یو بریتانوي محصل ته د جاسوسۍ په تور د عمر بند سزا اورولي ده

د محاکمه شوي بریتانوي محصل میتیو هډیجز د کورنۍ ویاند د ای ایف پي خبري اژانس ته ویلي دي چې متحده عربي اماراتو په هغه د جاسوسۍ تور لگولی او ورته یې د عمر بند سزا اورولي ده.

د بریتانیې مطبوعات لیکي چې د میتیو هډیجز د محاکمې جریان پنځه دقیقې وخت ونیوه او د هغه وکیل هم موجود نه و.

٣١ کلن هیډیجز لوړې زدهکړې کوي او د ٢٠١١ کال د عربو د پسرلي پاڅون نه وروسته یې د متحده عربي اماراتو د بهرني او کورني امنیت د تگلارې په موضوع تحقیق کاوه.

محکمې امر وکړ چې د هغه د تحقیق ټول مواد دې د هغه نه واخیستل شي.

درې اونۍ مخکې هیډیجز په ضمانت خوشې شوی و او هغه د چارشنبې په ورځ محکمې ته وړاندی شوی و. گلف نیوز د هغه له قوله لیکلي چې دی به د ٣٠ ورځو په مودی کې بندي شي.

XS
SM
MD
LG