د بریتانیا حکومت پرېکړه کړې چې د افغانستان په ګډون د څلورو هېوادونو وګړو ته د زده کړې ویزې ورکول بند کړي. د دې پرېکړې له مخې، بریتانیا افغان وګړو ته د کار ویزې ورکول هم بندوي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په څلورمه) په خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې "له قانوني لارو د پناه غوښتنې د قضیو" له زیاتېدو وروسته، د افغانستان، کامرون، میانمر او سوډان د وګړو لپاره د ویزو "بیړنی بندیز" لګول شوی دی.
دې وزارت ویلي چې د ویزو بندیز به د ۲۰۲۶ کال د مارچ په پنځمه د کډوالۍ د قوانینو د بدلون له لارې معرفي شي او د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۲۶مه به نافذ شي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ، د یادو څلورو هېوادونو د زدهکوونکو له لوري د پناه غوښتنې قضیې ۴۷۰ سلنه زیاتې شوې دي.
په ورته وخت کې، د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د کار ویزو پر بنسټ د پناه غوښتونکو افغانانو شمېر اوس د صادر شویو ویزو له شمېر څخه زیات شوی دی.
د بریتانیا حکومت ویلي چې "په یوه بېساري ګام کې به د کورنیو چارو وزارت د څلورو هېوادونو وګړو ته د زدهکړې ویزې او افغان وګړو ته د کار ویزې صادرول بند کړي".
بریتانیا وایي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، په دې هېواد کې د هغو کسانو د پناه غوښتنې قضیې درې برابره زیاتې شوې دي چې له قانوني لارو بریتانیا ته ورغلي دي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخي د هغو ۱۰۰ زرو کسانو څخه چې تېر کال یې د پناه غوښتنه کړې، ۳۹ سلنه یې د زدهکړې یا کاري ویزو له لارې دې هېواد ته راغلي وو، او په تېرو پنځو کلونو کې د دې کسانو شمېر ۱۳۳,۷۶۰ ته رسېدلی دی.
دي وزارت ویلي چې له دې کسانو څخه ډېری یې د دغه هېواد د مالیه ورکوونکو په لګښت مېشت شوي دي او د دغو څلورو هېوادونو څخه راغلي کسان په نسبتاً لوړه کچه د مفلسۍ ادعا کوي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د پناه غوښتونکو ملاتړ اوس مهال په کال کې له څلورو میلیارده پونډو څخه ډېر لګښت لري، او د افغانستان، کامرون، میانمر او سوډان نږدې ۱۶ زره وګړي په عامه مرستو تکیه کوي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې، شبانه محمود، ویلي دي: "بریتانیا به تل له جګړې او ځورونې څخه تښتېدونکو خلکو ته پناه ورکړي، خو زموږ د ویزو له سیستم څخه باید ناوړه ګټه وانخیستل شي. له همدې امله، زه بېسارې پرېکړه کوم چې د هغو اتباعو لپاره ویزې رد کړم چې غواړي زموږ له سخاوت څخه ناوړه ګټه پورته کړي. زه به خپلو پولو ته نظم او کنټرول بېرته راولم."
بریتانیا وایي چې د ۲۰۲۱ کال څخه د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر تر پایه پورې، د هغو افغانانو له ډلې څخه چې د زدهکړې ویزې له لارې دې هېواد ته راغلي، ۹۵ سلنه یې د پناه غوښتنه کړې ده.
بریتانیا له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۳۷ زره افغان وګړو ته د مېشتېدنې د دوو پروګرام له لارې په دې هېواد کې ځای ورکړی، او په ۲۰۲۵ کال کې یې د بشردوستانه پروګرامونو له مخې ۱۹۰ زره ویزې صادرې کړې دي.
فورم \ دبحث خونه