د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا استازی: د ښځو د ګډون نه پرته افغانستان ثبات ته نشي رسېدای

د افغانستان په چارو کې د بریتانیا ځانګړي استازی، ریچارډ لینزي
د افغانستان په چارو کې د بریتانیا ځانګړي استازی، ریچارډ لینزي

د افغانستان په چارو کې د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لینزي، افغانستان ته خپل تازه سفر پای ته ورساوه. هغه د طالبانو له چارواکو سره په لیدنه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په اړه د خپل هېواد جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان په چارو کې د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لینزي افغانستان ته د خپل تازه سفر نه وروسته ویلي چې که افغان ښځې له کار، زده‌کړې او په ټولنه کې له ګډون څخه محرومې شي، افغانستان به رفاه او ثبات ته ونه رسېږي.

لینزي کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو له لوړپوړو چارواکو، د طالبانو اقتصادي مرستیال، د بهرنیو چارو او کورنیو چارو له وزیرانو سره کتلي او همدارنګه یې د مدني ټولنې له استازو سره په لیدنو کې خپلې دا اندېښنې شریکې کړې دي.

لینزي ویلي چې په دغو لیدنو کې یې د ټول‌شموله حکومتولۍ او د بشري حقونو په برخه کې د پرمختګ پر اهمیت ټینګار کړی، او دا یې د نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو بنسټیز عنصر بللی دی.

هغه د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د بشري حقونو د وضعیت د ښه والي او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په برخه کې عملي ګامونه واخلي.

دغه بریتانوي ډیپلومات همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدو او د سرحدي لارو د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د دې وضعیت دوام به میلیونونه اړمن افغانان، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان، له حیاتي خدمتونو څخه بې‌برخې کړي.

هغه د ایکس پر ټولنیزې شبکې باندې د یوه پوست په ترڅ کې ویلي چې د پاکستان پر پوله د وروستیو تاوتریخوالو، په ځانګړې توګه په کونړ کې د بریدونو، له امله اندېښمن دی.

هغه زیاته کړه چې باید ټول لازم ګامونه واخیستل شي څو ملکي وګړي خوندي وساتل شي او د لا زیات تاوتریخوالي مخه ونیول شي. هغه په پای کې د دواړو لورو تر منځ د خبرو اترو او زغم غوښتنه وکړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG