د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیا له افغانستان سره ۷۵ میلیونه پونډه بشري مرسته کوي


د برتانیا د بهرنیو چارو وزیرې د (جي ۷) هیوادونو غونډه کې له افغانستان سره د ۷۵ میلیونه پونډه بشري مرستې ژمنه وکړه.

لیز ټرس پرون شنبه ډمسبر ۱۱ (لېندۍ ۲۰) په لیورپول کې د نړۍ د اوو پر مختللو اقتصادي هیوادونو غونډه کې ویلي چې په دې پیسو سره به د څه باندې ۱.۸ میلیون افغانانو لپاره خواړه، روغتیايي تجهیزات، سر پناه او د څښاک پاکې اوبه چمتو شي.

نوموړې زیاته کړې دغه مرستې به مستقمې طالبانو ته نه ورکول کیږي بلکې د ملګرو ملتونو، د افغانستان بشري صندوق، د خوړو نړیوال پروګرام، د کډوالو نړیوال سازمان، د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق (یونیسف)، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق او ژغورنې نړیوالې کمېټې لخوا به تر هغو کورنیو پورې ورسیږي چې له جدي خطر سره مخامخ دي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د اغلې ټرس له قوله راغلي: "برتانیا په روان ژمي کې له افغانستان سره بشري مرستې کوي، نننۍ اعلان شوې بودجه به د خلکو ژوند وژغوري، د نجونو او ښځو ساتنه به وکړي او د سیمې له ثبات سره به مرسته وکړي.موږ ژمن یو چې د افغانستان دخلکو لپاره هر څه تر سره کړو."

د برتانیې دغه مرسته د هغه ۲۸۶ میلیون پونډه یوه برخه ده چې سږ کال یې افغانستان ته د ورکولو ژمنه کړې وه.

د یادونې وړ ده چې د بریتانیا صدراعظم بوریس جانس هم د تیرې اوکتوبر میاشتې پر ۳۱مه د (جي ۲۰) هیوادونو غونډه کې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ افغانانو سره د ۵۰ میلیون پونډه مرستې اعلان کړی و.

نوموړي زیاته کړې و چې له ګواښ سره مخ افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو سره مرسته د ټولو مسؤلیت دی.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د افغانستان د شتمنیو د کنګل کېدو له امله په دغه هیواد کې اقتصادي ستونزي او خلکو د بېکاره زیاته شوې.

بلخوا د بحران نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی دی که له افغانستان سره بېړنۍ نړیوالې مرستې ونشي «لوږه او بې وزلۍ به د تیرو دوو لسیزو د ټولو بمونو او ګولیو په پرتله ډیر افغانان ووژني».

د دغه سازمان په راپور کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې د «خونړۍ جګړې» په ختمېدو سره، د افغانانو «کړاونه» ختم شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG