د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د افغانستان د ۲۸۰ میلیون کنګل شویو ډالرو د خوشې کیدو هرکلی کړی 


د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د نړیوال بانک له خوا د بشري مرستو لپاره د افغانستان د بیا رغونې د صندوق څخه د ۲۸۰ میلیونو ډالرو د خوشې کیدو د پریکړې هرکلی کړی او دا اقدامات یې په دوحه کې د طالبانو او د امریکايي هیت ترمنځ د وروستیو بحثونو نتیجه بللې. .

د مالیې وزارت او د سوداګرۍ او صنایعو خونې د افغانستان د بیا رغونې په صندوق "ار ټي ایف" کې د کنګل شویو پیسو څخه د ۲۸۰ میلیونو ډالرو د خوشې کیدو او هم د امریکا د مالیې وزارت له خوا له بهر څخه افغانستان کې دننه خلکو ته د بانکونو له لارې د شخصي پیسو د لیږد د اجازې پریکړې ستایلي دي.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل امریکا غږ سره په مرکه کې هیله څرګنده کړې چې دا اقدمات به په راتلوونکي کې د نورو کنګل شویو پیسو خوشې کیدو ته هم لار پرانیځي.

ښاغلي حقمل وویل دا په قطر کې د طالبانو او د امریکایانو د مخامخ بحثونو نتیجه ده: "نړیوال بانک د افغانستان لپاره یو صندوق درلود، چې د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق یا ار ټي ایف په نوم چې په کې یو اعشاریه پنځه ملیارده ډالر موجود وو چې د افغانستان دولت سره مرسته شوې وه. د دې تحولاتو وروسته نړیوال بانک هم هغه پیسې کنګل کړې او اوس پس له ډیره وخته په دې توانیږو چې د هغو پیسو څخه دوه سوه اتیا میلیون ډالر راځي د بشردوستانه مرستو لپاره دا یو ښه ګام دی".

احمد ولي حقمل وویل، چې د خوشې شوو پیسو اندازه دومره مهمه نه ده هغه څه چې مهم دي د چینل پرانستل دي، چې کیدای شي په راتلوونکي کې نورې پیسې هم د کنګل کیدو څخه خلاصې شي.

د مالیې وزارت ویاند د ۲۸۰ میلیونو ډالرو خوشې کیدو او هم د امریکا د مالیې وزارت له خوا له بهر څخه افغانستان کې خلکو ته د بانکونو له لارې د شخصي پیسو د لیږد د اجازې د پریکړو اغیزې د دغه هیواد په اقتصادي وضعیت هم مهمې وګڼلې او ویې ویل، چې افغانستان د مطلقې انزوا څخه اوس وتلی دی.

د امریکا حکومت د اګست په ۱۵ مه کابل ته د طالبانو د ننوتلو یوه ورځ وروسته د افغانستان بانک شاوخوا لس ملیارده ډالرو شتمني کنګل کړه، چې له امله یې د افغانستان بانکي سیستم د سقوط د ګواښ سره مخ شو.

د امریکا د حکومت ددې پریکړې له مخې له بهرنیو هیوادونو څخه د بانکونو له لارې افغانستان کې دننه د خلکو شخصي حسابونو ته هم د پیسو لیږد رالیږد د ځنډ سره مخ شو او بانکونه دې ته اړ شو، چې خپلو مشتریانو ته د هغوی د امانتونو څخه په ډیر محدود ډول پیسې په تدریجي ډول په اونۍ کې یو ځل ورکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو هم دا دواړه پریکړې ستایلي او هیله یې ښودلې، چې د دغو اقداماتو وروسته به د افغانستان بانکي سیستم بیرته د عادي کیدو پر خوا لاړ شي.

د دغې خونو مرستیال خان جان الکوزي امریکا غږ ته وویل: "مونږ دا استقبالو هیله مو داده، چې نورې پیسې هم ازادې شي. زه فکر کوم د دې تاثیرات د افغانستان په اقتصاد باندې مثبت دي ... زه فکر کوم شخصي حسابونو ته د پیسو لیږل رالیږل دا به په اقتصاد ځکه تاثیر وکړي، چې دولتي پیسې نه دي".

د امریکا د حکومت له خوا د افغانستان بانک د شتمنۍ د کنګل کیدو وروسته افغان سوداګر هم په بهر کې د مالونو د اخیستلو لپاره د بانکونو له لارې پیسې نشي انتقالولی، چې له امله یې د اړتیا وړ موادو ته دننه په هیواد کې تقاضا زیاته شوې او د خوراکي توکو په ګډون د اړتیا وړ موادو بیې ډیرې لوړې شوي دي. خو د حکمت په نوم د کابل یو اوسیدونکی دا ګڼي، چې دا شوې اقدامات ممکن په دوامدار ډول د اقتصادي پرمختګ لپاره حل لار نه وي.

د پوهنتون یو استاد خیبر خویشکی وايي، چې شخصي حسابونو ته د بانکونو له لارې د پیسو لیږد ډیر مهم دی او دا ځکه، چې د بشري مرستو او انکشافي پروژو افغان کارکوونکو تر اوسه نشو کولی، چې د بانکونو له لارې خپل معاشونه ترلاسه کړي، چې دا پریکړه به دا ستونزه هواره او د افغانستان د اقتصاد په ښه کیدو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG