د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو بریتانیا میشتې موسسې افغانستان کې د سرغړونو انلاین نقشه خپره کړه


په بریتانیا کې میشتې د بشري حقونو د ملاتړ یوې موسسې د پنجشنبې په ورځ می ۱۸ (غوايي ۲۸) داسې یوه انلاین نقشه په لاره واچوله چې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو راهیسې د ملکي خلکو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونې او د تاوتریخوالي پیښې مستند کوي.

د معلوماتو د مقاومت مرکز په نوم د غیرانتفاعي موسسې مسئولین وايي ددې پروژې له لارې غواړي په افغانستان کې د طالبانو او داعش په څېر نورو وسله والو ډلو له خوا د ملکي وګړو، ژورنالیستانو او توکمیزو لږکیو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته پراخه پاملرنه جلب کړي.

د "افغان شاهد" په نوم انلاین نقشه کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۷ نیټې راهیسې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې شاوخوا ۱۳۰۰ پیښې مستند شوي دي.

ددې پروژې یو مسئول، بینجمن ډین برابر وویل: "دا نقشه د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو، خپلواکو ژورنالیستانو او لږکیو په وړاندې د تاوتریخوالي او بشري حقونو سرغړونې په ګوته کوي، او په سرکونو باندې د وهلو ټکولو پېښې، په عام محضر کې مجازات، او همدارنګه د سوله ایزو لاریونونو د ځپلو او وسله وال مقاومت پر وړاندې د تاوتریخوالي پيښې په بر کې نیسي."

نوموړي دا نقشه په افغانستان کې د بشري حقونو "د سرغړونو تایید شوی شفاف ریکارډ" وباله.

ښاغلي برابر زیاته کړه: "هغه څه چې موږ یې تائیدوو، په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو یوازې یوه کوچنۍ برخه ده؛ ډیری سرغړونې له سترګو پټې دي او ثبت شوي ندي."

د معلوماتو د مقاومت مرکز په افغانستان سربېره، د عامه معلوماتو، نورو لارو چارو او تخنیکونو په مټ په اوکراین او میانمار کې هم د بشري حقونو سرغړونې، جنګي جرمونه او د ناسمو معلوماتو خپرېدل مستند کړي دي.

د "افغان شاهد" نقشې د جوړولو لپاره، د بشري حقونو د ملاتړ دغې موسسې د متحده ایالاتو د C4ADS په نوم څېړنیز بنسټ همکاري ترلاسه کړې چې دا بنسټ د شخړو، بې ثباتۍ، چاپیریالي جرمونو او د بشري حقونو د سرغړونو د افشا کولو دپاره له عامه معلوماتو او ټیکنالوژۍ څخه کار اخلي.

د C4ADS د پروګرامونو مشر لارنس هینډرسن وویل: "زموږ دا وړتیا چې د طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو کیسې پر نقشه په مستند شکل وړاندې کړو، یوه پیاوړې وسیله ده."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې پر طالبانو د عامو خلکو د اعدامولو، وهلو او ډبولو په اړه سختې نیوکې شوي او له هغوی یې غوښتي چې دا ډول کړنې ودروي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت د راپور له مخې، یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۲۷۴ نارینه، ۵۸ ښځې او دوه هلکان په عام محضر کې په دورو وهلو شوي دي.

په افغانستان کې له بیاواکمنېدو وروسته طالبانو په تدریجي ډول په ښځو باندې محدودیتونه سخت کړي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړه بندیزی لګول شوی او ښځې د پارکونو او سپورتي جیمونو په څېر عامه ځایونو ته له تګ څخه منع شوي دي.

د طالبانو دغو محدودیتونو نړیوال غبرګون پارولی او افغانستان یې په داسې حال کې له انزوا سره مخامخ کړی چې د هېواد اقتصاد د سقوط په حال کې ګڼل کیږي او له امله یې بشري ناورین رامنځته شوی دی.

د "افغان شاهد" په متحرکه نقشه کې شاوخوا ۴۵۰ ویډیوګانې هم ځای شوي چې په ملکي خلکو بریدونه ښیي. شاوخوا ۱۰۰ ویډیوګانې پر شیعه او هزاره ټولنو باندې د بریدونو او نورې د مظاهرو په اړه دي. کاروونکي کولای شي پدې نقشه کې د مشخصو پيښو په اړه لټون وکړي.

ددې پروژې بل مسئول ډیویډ اوسبورن وویل: "افغان شاهد څېړنه کوي او پدې هیله معلومات مستند کوي چې د حساب کتاب میکانیزم به یوه ورځ مجرمین محکمې ته راکاږي."

په یوې اعلامیې کې چې د پنجشنبې په ورځ له نقشې سره یو ځای د معلوماتو د مقاومت مرکز پر ویب سایټ خپره شوې، ویل شوي چې دا پروژه به "د نړۍ په کچه د خبریالانو او په افغانستان کې د مدني ټولنې سره کار ته دوام ورکړي ترڅو د کره او باوري معلوماتو سرچینو ته لاسرسی زیات کړي."

XS
SM
MD
LG