د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو حکومت کې له خبریالانو سره تاوتریخوالی دوه برابره زیات شوی ـ راپور


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو انجمن او د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو ګډ راپور کې ویلي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی دوه برابره زیات شوی دی.

د خبریالانو د ملاتړ دغه دوو بنسټونو نن چهارشنبه مارچ ۱۶ (کب ۲۵) ویلي چې د طالبانو د حاکمیت په دوره کې د خبریالانو او رسنیو د کار ساحه محدوده شوې ده او په دغه موده کې «وېره او سانسور» په بېساري ډول زیات شوي دي.

د دغه راپور په اساس د ۱۴۰۰ کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله په دغه هیواد کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۷ پېښې ثبت شوي دي چې دغه ارقام نسبت تیر کال ته ډير لږ تفاوت لري. په داسې حال کې چې په ۱۳۹۹ کې په ټول هیواد کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۴ پېښې ثبت شوي وې.

د دغه راپور پایلي ښيي چې په روان لمریز کال کې په کابل او ولایتونو کې د یو بهرني په ګډون څلور خبریالان او د رسنیو کار کوونکي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

دغه بنسټ ویلي چې د اریانا تلویزیون خبریاله مینا خیري، د رویټرز خبري آژانس عکاس دانش صدیقي، د رها خبري شبکې خبریال علي رضا احمدي او د جهان تلویزیون خبریاله نجمه صادقي له هغو کسانو څخه دي چې په تیره یو کال کې وژل شوي دي.

د افغانستان د ازادو ژورنالستانو انجمن او د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي: "په روان کال کې د رسنیو د ټولنې له غړو څخه ۱۱ خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، په ۱۳۹۹ کال کې د پام وړ کموالی لاره."

هغوی همدارنګه ویلي: "په هر صورت، د تاوتریخوالي د نورو ډولونو په څير، د افغانستان د رسنیو ټولنې په ۱۴۰۰ کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو او د رسنیو په کار کې د زیاتو محدودیتونو سره کې یو ډير متفاوت کال تجربه کړ."

دغه بنسټ ویلي چې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني حکومت په لومړیو پنځو میاشتو کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۳ پېښې ثبت شوي دي چې ۱۵ یې ګواښ او سپکاوي، اته یې د وهلو ټکولو او فزیکي تاوتریخوالي، پنځه پېښې د نیولو، درې ټپي کولو او دوې قضیې د خبریالانو د اخطلاف په اړه دي.

د دغه راپور په اساس پر افغانستان د طالبانو حکومت په اووه میاشتنۍ دوره کې د خبریالانو په وړاندې د دغه ډلې د افرادو لخوا د تاوتریخوالي زیاتې پېښې ثبت شوي دي چې په هغه کې وهل ټکول، او نیونې شاملي دي.

د خبریالانو د ملاتړ دغه دوو بنسټونو ویلي: "په دغه موده کې د خبریالانو د موقت نیولو لږ تر لږه ۶۶ پېښې ثبت شوي دي چې له یوه ساعت څخه تر څو ساعتونو او حتا تر یوې میاشتې پوري وې.دغه نیوني تر ډيره پوري په په فزیکي تاوتریخوالي، سپکاوي او حتا د خبریالانو په شکنجه کولو سره پای ته رسېدلي دي."

په دغه راپور کې راغلي چې په تیرو شپږو میاشتو کې د خبریالانو په وړاندې د طالبانو لخوا د ګواښ پنځه پېښې، د وهلو ټکولو درې پېښې او ناڅرګندو کسانو لخوا د خبریالانو د ټپي کولو درې پېښې په افغانستان کې ثبت شوي دي.

د رسنیو د فعالیتونو بندېدل

د دغه راپور په اساس پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته تر دا مهاله د ۵۷۸ انځوریزو، غږیزو، چاپي او انټرنیټي رسنیو فعالیتونه بند شوي دي.

د یادو رسنیو د بندېدو یو لامل اقتصادي او مالي ستونزې بلل شوي او په دغه راپور کې راغلي چې په دغه هیواد کې ۳۰ سلنه نورې رسنۍ هم د بندېدو په حال کې دي.

دغه بنسټ همدارنګه ویلي چې په دغه موده کې سلګونه ښځینه او نارینه خبریالان له افغانستان څخه وتلي دي او شمېر نور د خپلو دندو پرېښودو ته اړیستل شوي دي.

په دغه راپور کې د طالبانو لخوا د اطلاعاتو ته د لاس رسي باندې د محدودیت په اړه هم اندېښنه ښودل شوې ده او د خبریالانو دغه بنسټونو ویلي چې طالبانو تر دا مهاله د رسنیو د کار کوونکو د وضعیت د ښه کولو لپاره کوم عملي اقدام نه دی کړی.

دوی د طالبانو رهبرۍ څخه غوښتي چې د خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو د وضعیت ښه کېدو او ستونزو د هواري په برخه کې اقدام وکړي. طالبانو تر دې مخکې د خبریالانو سره د همکارۍ ډاډ ورکړی، خو تر دا مهاله یې د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG