د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د طالبانو واکمنۍ کې ۳۴ میلیون افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي 


ملګرو ملتونو نن سه شنبه اپریل ۱۸ (وري۲۹) وویل چې په افغانستان کې د جمهوریت تر سقوط او د طالبانو له بیا راتګ وروسته په دغه هېواد کې د هغو انسانانو شمېر دوه برابر زیات شوی او ۳۴ میلیون ته رسېدلی چې تر بې وزلۍ هم په بد حالت کې [فقر تر کرښې لاندې] ژوند کوي.

د جمهوریت له سقوط وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې اکثریت مرستې بندې شوې او دا هېواد له یو لوی بشري کړکیچ سره مخامخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې [UNDP] تازه د خپل ۲۰۲۲ ارزونه خپره کړې چې په کې ویل شوي په افغانستان کې ۳۴ میلیون کسان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. د جمهوریت په مهال په ۲۰۲۰ کې دا شمېره ۱۵ میلیون وه.

په افغانستان کې د سرشمېرنې دقیقه احصایه نشته، خو ملګرو ملتونو ویلي دي چې دا هېواد شاوخوا ۴۰ میلیون نفوس لري او په همدې اساس یې اوس ۸۵ فیصده نفوس تر بې وزلۍ هم په بد حالت کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په راپور کې راغلي دي چې یو شمېر افغانانو له مجبوریته خپل کورونه، ځمکې او نورې شتمنۍ پلورلي چې پېسې ترلاسه کړي او یو شمېر نورو یې بیا د دغې ارزونې په اساس په خپلو ماشومانو باندې کار کوي ‌او یا خپلې وړې نجونې یې نورو ته واده کړي‌ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ [یوناما] د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر له میاشتې څخه نیولې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ تر میاشتې پورې ۱۰۸ میلیارد نقد ډالر افغانستان ته انتقال شوي دي.

د دغو پېسو څخه د کار کوونکو معاشونه ورکړل شوي، د ملګرو ملتونو عملیاتي ‌چارې پرې پر مخ وړل شوي او دغو پېسو له سقوط سره د افغانستان د مخامخ اقتصاد سره هم مرسته کړې ده.

طالبانو په تازه اقدام کې څو ورځې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو کار بند کړ او د تېرکال د ډسمبر په میاشتې کې یې په ټولو حکومتي او نا حکومتي ادارو کې یې هم د ښځو په کار کولو بندیزونه ولګول. طالبانو یوازې د روغتیا په برخه کې ښځو ته د کار اجازه ورکړې ده، خو ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو له دغه اقدام څخه وروسته په افغانستان کې ۱۵۰ نادولتي سازمانونو یا خپل بشپړ او یا هم ځینې فعالیتونه بند کړي‌ دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی که له افغانستان سره د دغه سازمان د مرستو اندازه کمه شي، دغه هېواد ته به د نقدو پېسو انتقال هم کم شي. ملګرو ملتونو په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره د مرستو لپاره ۴.۶ میلیارد ډالر وغوښتل،‌ خو وايي چې تر دې دمه یې یوازې پنځه فیصده ټولې شوي‌ دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې مشر عبدالله الدرداري ویلي‌ دي که له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شي، دا د پاڼ په غاړه ولاړ هېواد به ګړنګ ته ولوېږي.

په همدې حال کې د طالبانو مشر ملا هبت الله په خپل اختریز پیغام کې ویلي دي‌ چې د «افغانستان ودانول د افغانانو مسولیت دی او باید له نورو څخه تمه» ونلري.

دا په داسې حال کې ده چې دملګرو ملتونو د کار سازمان په خپل راپور کې ویلي دي‌ چې د طالبانو له بیا مسلط کېدو وروسته د ۲۰۲۲ کال په وروستۍ برخې کې په افغانستان کې د ښځو لپاره کاري فرصتونه ۲۵ فیصده او د نارینه وو لپاره اووه فیصده کم شوي‌ دي.

XS
SM
MD
LG