د لاس رسي وړ اتصالات

کمرون: بریتانیا د غزې لپاره خپلې بشري مرستې دوه برابر کوي


ډیویډ کمرون اسرائیل ته د سفر په وخت
ډیویډ کمرون اسرائیل ته د سفر په وخت

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ډيويډ کامرون د جمعې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ ۳) وويل، چې د غزې تړانګې له جګړې ځپلو خلکو سره به خپلې بشري مرستې دوه برابره کړي.

کامرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د بریتانیې حکومت به د غزې په تړانګه کې د جګړه ځپلو فلسطینیانو سره د ۳۰ میلیون پونډو په ارزښت مرسته وکړي.

د بریتانیې د بهرنیو چارو د وزیر دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې هغه د پنجشنبې په ورځ په بیت المقدس کې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره وکتل او ټاکل شوې د جمعې په ورځ له فلسطیني چارواکو سره وګوري. د کامرون دفتر په یو بیان کې ویلي چې بریتانیا هڅه کوي هغه مخ په زیاتیدونکي بشري بحران چې د غزې خلک ورسره مخ دي، کم کړي.

کمرون په دې اعلان کې ویلي چې د بریتانیا حکومت به د غزې د خلکو لپاره د سرپناه او درملو په ګډون د حیاتي مرستو لپاره ۳۰ میلیونه پونډه برابر کړي.

په اعلامیه کې همدا شان ویل شوي چې د ملکي وګړو ساتنه یوه اړتیا ده او د بریتانیا حکومت به هڅه وکړي چې د غزې خلکو ته د ځمکې، هوا او سمندر له لارې هر ډول مرستې ورسوي.

لندن تیره میاشت، دوه ځله د غزې له خلکو سره مرسته وکړه، چې لومړی یې ۱۰ میلیون پونډه او دوهمه یې ۲۰ میلیون پونډه وه.

کامرون دا هم ویلي دي چې هغه د فلسطیني ادارې سره د روزنې او ظرفیت لوړولو په ګډون په نورو برخو کې کار کوي او د غزې په تړانګه کې د اوسني کړکیچ د دایمي حل لارې تمه لري.

له اسرائیل څخه د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر دغه کتنه په داسې حال کې کېږي چې اسرائیلي چارواکو د قطر، مصر او امریکا په منځګړتوب له حماس ډلې سره د څلور ورځني اوربند موافقه کړې ده. د دغه تړون له مخې به حماس د اکتوبر د اوومې نېټې د بریدونو په ترڅ کې یرغمل شوي پنځوس تنه بندیان خوشي کړي او په بدل کې به اسرائیل اجازه ورکړي چې غزې ته بشري مرستې ورسیږي او لسګونه فلسطینیان له بند څخه خوشې کوي.

د اکټوبر په اوومه نېټه پر اسرائيل د حماس له بريد وروسته اسرائیلي ځواکونو پرغزې هوايي، توپچي او ځمکني بريدونه پيل کړل، چې په پايله کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه کسان وژل شوي دي.

د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل د برید پر مهال د حماس جنګیالیو ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ یې یرغمل کړل.

په غزه کې د اسرائیل او حماس تر منځ څلور ورځنی اوربند د جمعې په ورځ نومبر ۲۴مه په ځايي وخت د سهار په اوو بجو پيل شو او تمه ده چې د حماس له خوا يو شمېر يرغمل شوي کسان نن خوشې شي.

د حماس د بریدونو په غبرګون کې اسرائیل په تېرو اوو اونیو کې په غزه کې هوايي او ځمکني بریدونه کړي دي. د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، په پایله کې شاوخوا ۱۵ زره فلسطینیان چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي. خو دا احصایه د خپلواکو سرچینو له خوا نه تائید شوې او نه هم رد شوې ده.

د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد الانصاري د قطر په پلازمینه دوحه کې په یو خبري کنفرانس کې وویل: «د جګړې وقفه به د جمعې په ورځ د سهار په اوو بجو پیل شي او د ملکي یرغمل شویو کسانو لومړۍ ډله به په هماغه ورځ د مازدیګر شاوخوا څلور بجې وسپارل شي."

الانصاري وویل چې په لومړي سر کې به ۱۳ تنه چې ټول یې ښځې او ماشومان دي د حماس ډلې له بنده خوشې شي. هغه زیاته کړه چې په څلورو ورځو کې به ۵۰ یرغمل شوي کسان خوشي شي.

د قطر د چارواکو په وینا، د څلور ورځني اوربند په ترڅ کې به اسراییل ۱۵۰ فلسطینیان چې د دغه هېواد په زندانونو کې بندیان دي، هم خوشې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG