د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیې افغانانو ته د تحصیلي بورسونو ورکولو بهیر بیا پيل کړ


د برتانیې حکومت او د دغه هیواد د تحصیلي بورسونو پروګرام چیفنینګ (Chevening) تر دوه میاشتني ځنډ وروسته د هغه یو شمېر افغانانو لپاره د خپلو تحصیلي بورسونو ورکولو بهیر د بیا پیلېدو خبر ورکړی دی چې په افغانستان کې نه بلکې، په دریم هیواد کې ژوند کوي.

د Chevening په ویب پاڼه کې راغلي چې په شرایطو برابر افغانان کولای شي د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ تحصیلي کلونونو لپاره خپل غوښتنلیکونه وسپاري.

د هغه معلوماتو له مخې چې په دغه ویب پاڼه کې خپاره شوي، په شرایطو برابر کسان د روان میلادي کال تر نومبر میاشتې پورې وخت لري چې په انلاین ډول خپل غوښتنلیک ور وسپاري.

په دغه ویب باڼه کې همدارنګه راغلي چې د برتانیې حکومت او د دغه هیواد د تحصیلي بورسونو پروګرام Chevening هغه افغانانو ته چې په افغانستان کې اوسیږي په تمامه معنا ژمن دي.

خو ویلي یې دي د هغه ارزونې له مخې چې د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا تر سره شوې، دې پایلې ته رسېدلي چې: "هغه غوښتونکي چې اوس مهال په افغانستان کې اوسیږي، په زیاد احتمال سره چې له جدي امنیتي خطرونو او مالي او لوجیستکي پایلو سره به مخامخ شي چې د برتانیې حکومت پر هغه هیڅ کنټرول نلري."

د برتانیې د بورسونو دغه نړیوالې ادارې ویلي د هغو افغانانو د امنیت او مصؤنیت په اړه چې په افغانستان کې اوسیږي، ژمنه ده.

د دغه پروګرام په ویب پاڼه کې راغلي "په نتجیه کې موږ د هغو افغانانو لپاره چې له افغانستان څخه بهر اوسیږي شرایط برابرو چې د بورسونو د تر لاسه کولو لپاره Chevening ته خپل غوښتنلیکونه وسپاري، تر څو په برتانیه کې زده کړې وکړي. "

په دغه ویب سایټ کې راغلي چې په شرایطو برابر افغانان چې په دریم هیواد کې اوسیږي، باید خپل اسناد له ځان سره ولري چې په قانوني ډول په هغه هیواد کې ژوند کوي.

د Chevening د بورسونو پروګرام په ۱۹۸۳ میلادي کال کې پيل شوی او د هغه بهرنیو محصلینو لپاره چې مدیریتي او رهبرۍ وړتیا ولري، په برتانیه کې د زده کړو شرایط ورته برابروي الته د زده کړو د ټولو لګښتونو سره. د دغه پروګرام له پیل څخه بیا تر دا مهاله، څه باندې د بېلابېلو هیوادونو ۵۰زره محصلینو په برتانیه کې زده کړي دي.

د برتانیې دغه بورسونه چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت لخوا تمویل کیږي، په افغانستان کې د طالبانو د لومړي حکومت تر سقوط وروسته د افغان محصلینو لپاره هم پيل شوي وو.

خو پر افغانستان د طالبانو حکومت تر بیا حکمیت وروسته، نه یوازې داچې د برتانیې بلکې د نورو هیوادونو ترڅنګ د متحده ایالاتو د فولبرایت (Fulbright) بورسونه هم بند شول.

XS
SM
MD
LG