د لاس رسي وړ اتصالات

د روسيې د مرستو کاروان ختیځ اوکراین ته رسیدلي


د اوکراین حکومت د هغه هیواد ختیځ ته د روسیي د مرستو د کاروان د لیږولو په هکله د روسیې پریکړه سخته غندلې، خو د ختیځ اوکراین اوسیدونکو د روسیې ددغه گام ملاتړکړې دی او فکر کوي چې روسیې دا کار په ښه نیت کړیدی.

سپینې ماڼۍ ویلې، د کیف د رسمې اجازې نه پرته د روسيي په بشری مرستوبار کاروان اوکرائن ته ننوتل ددغه هیواد دملی حاکمیت نه څرگنده سرغړونه ده .

د امریکا د ملی امنیت د سلاکار مرستیال بن روډز د جمعی په ورځ وویل، روسیه باید دغه کاروان له ختیځ اوکرائن څخه اوباسی او که داسي ونکړې نو دعواقبو سره مخامخ شی. امریکا غواړی چې د ملگروملتونو دامنیت په شوراکی په دغه موضوع باندی خبری وکړی.

د امریکا د ملی امنیت د سلاکار مرستیال بن روډز
د امریکا د ملی امنیت د سلاکار مرستیال بن روډز

د کراماټوسیک په ښار کې د لینن څلور لاری څخه په یو څو گامه د یو پارک په څوکې ناسته یوه مهاجره ټاټینا چې د جداغوښتونکو تر ولکې لاندې هورلوکا ښار څخه د جگړو له کبله راتښتیدلې ده، په داسې خال چې غلې ناسته وه، ویې ویل وروسته له هغه دغه ښاره ته راکډه شوه چې د جداېې غوښتونکو یاغیانو او د اوکراین د ځواکونو ترمنځ جنگ زور واخیست.

هغه په دغه ښار کې د یوي ملگری سره اوسیږی. ټاټینا چې کله دغه ښار ته راگډه شوه نو هیڅ یی هم نه درلودل ، خو اوس د اوکراین د حکومت څخه څه مرسته اخلي.

هغه وایي " کله چې موږ راغلو نو د دولت له لخوا هر کس ته دری کلوگرامه اوړه اودری کلو گرامه غنم بوجي ورکړل شوي، دا کار زموږ سره څه مرسته کړی ده"

هغې زیاته کړه، دا ډیر څه نه دی، خو خلگ په هورلوکا ښار کې تر دی هم لږ خوراکې توکې لري.

او دا د حیرانې خبر نه ده چې هغه د روسیي لخوا د مرستو د کاروان چې ویل کیږی بشری مرستې پکښي دی ملاتړکوي.

دغه کاروان د څو ورځو ډیپلوماټیکې شخړې له وجې په سرحد ولاړ و او د جمعي په ورځ د اوکراین خواته راواښتی دی.

د روسیي یوسرحدی امنیتي گارډ د روسیي د بشري مرستو کاروان لومړی ټرک چې ختیځ اوکراین په لار دی د سرحد دروازه خلاصوي
د روسیي یوسرحدی امنیتي گارډ د روسیي د بشري مرستو کاروان لومړی ټرک چې ختیځ اوکراین په لار دی د سرحد دروازه خلاصوي

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت وایي، د روسیې دغه حرکت د روسیې مستقیم یرغل ښیی، خو زیاتوي چې اوکراین به، په دغه کاروان باندی هوایی برید ونکړي.

اروپایې اتحادیې ویلي، روسیې د اوکراین په سرحد څرگند یرغل کړیدی، او په مسکو یی غږ وکړ، چې خپل دغه تصمیم واړوي.

د رپوټونو له مخې، د روسیې د مرستو دوه سوه لارۍ چې خواړه، اوبه او نور ضروری شیان په کی بار دي، څو ورځی د اوکراین په سرحد کې ولاړي و.

مسکو د جمعی په ورځ وویل، په سرحد کی د اوکراین د مقاماتو اجازی ته دغه لاری ولاړی وی چې تفتیش یې کړی، خو د څو ورځو انتظار دوی ستړی کړل.

ټاټینا واېي، "هغه فکر کوي چې کاروان په ښه نیت راغلي دی. لازمه نه ده چې دومره غټه کیسه تري جوړه کړل شی، پری ایږدی چې مرستې راوړی، کیداشي دا کار مرسته وکړی"

د اوکراین حکومت او متحدین یی دغه کاروان جدی پارونکې عمل گڼي. دوی په وار وار روسېه په دی تورنه وې چې په ختیځ اوکراین کې د روسیې پلوو جداېې غوښتونکو ملاتړ کوی او دوی همدغه راز شکمن دی چې ښایي په دغو لاریو کې د یاغیانو دپاره اکمالات بار وی.

روسیي د بشري مرستو کاروان ډونیسک ښار ته نژدی په لار روان دی
روسیي د بشري مرستو کاروان ډونیسک ښار ته نژدی په لار روان دی

د کراماټوسک سرپرست ښارواله ووروبیوا، دا منې چې په ختیځ کې د بشری مرستو اړتیا شته، خو وایي چې ځاېې چارواکې باید مرستې ورورسوی نه روسیه "موږ په دی مرستو حساب نه کوو، موږ په خپلو هڅو او پیسو تکیه کوو. نو ددی دپاره موږ د مرستو د کاروان سره بیخې سروکار نه لرو"

د سره صلیب نړیوالي کمیټه گمارل شوي چې د بشری مرستو د رسولوڅار دی وکړِ دغه سازمان واېې دوی د اوکراین په هغو برخو کې چې د یاغیانو په لاس کې دی د امنتیې دلایلو له کبله ددغه کاروان ساتنه نه شي کولای.

د سره صلیب نړیوالې کمیټي په ټولو اړخونو ټینگار کړی چې دغه مسله سیاسي نه کړی او ویلې چي په جنگ ځپلو سیمو کې زرگونه خلگ مرستو ته اړتیا لری.

XS
SM
MD
LG