د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې اوکرایني کشتۍ او سرتیري نیولي دي


د اوکراین پارلمان د یوه پوځي قانون په اړه فوق‌ العاده غونډه کوي
د اوکراین پارلمان د یوه پوځي قانون په اړه فوق‌ العاده غونډه کوي

د اوکراین ولسمشر پیترو پروشینکو د روسیې له خوا د دریو جنگي کشتیو او سرتیرو د نیولو وروسته د دوشنبې په ورځ (نوامبر ٢٦) یوه لایحه لاسلیک کړه چې له مخې یې په هیواد کې مارشال لا یا نظامي وضعیت نافذ شي. تمه ده چې پارلمان دا لایحه تصویب کړي.

له دریو اوکرایني کښتیو څخه چې روسیې پرون یکشنبې (نوامبر ٢٥) ونیول، دوه یې د دوشنبې په ورځ د کریمیا د کِرچ په بندر کې تر سترگو کیدل چې د روسیې ساحلي ساتونکي پکې گزمه کوله.

اوکراین وايي، روسي ځواکونو د دوی پر جنګي کښتیو ډزې کړي، ۶ سرتېري يې ژوبل کړي او ۲۳ يې نیولي دي د اوکراین ولسمشر پترو پروشنکو له روسیې څخه د دغو سرتیرو او کښتیو د بیرته خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

پروشینکو پرون د پوځي شورا له غونډې وروسته وویل، دی د نوي پوځي قانون د معرفي کولو ملاتړ کوي، خو په خبره ‌يې د نوي پوځي قانون معنی دا نه ‌ده چې اوکرایني ځواکونه به حتماً تعرضي عملیات کوي.

اوکراین تور لگوي چې یوه کشتۍ یې د روسیې د ساحلي ساتونکي د کشتۍ له خوا ووهل شوه. روسیه بیا ادعا کوي چې اوکرايني کشتۍ د روسیې اوبو ته د اجازې پرته ننوتلې وه. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخرووا وایي په دې اړه د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا غونډه یې رابللې ده.

میرمن زخرووا وایي "مونږ یوازې د اوکراین له خوا د سرغړونې په اړه خبرې نه کوو بلکې په دې غونډه کې به د پلان شوي پارونکي اعمالو او تیري کوونکو اقداماتو په اړه به هم خبرې وشي. ځکه مونږ پوهیږو چې دغه ډول پارونکي اقدامات مخکې له مخکې پلان شوي و."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس نن د تویتر په یوه پیغام کې له دواړه غاړو د اختلافاتو د کمیدو غوښتنه کړې ده. ترکیې هم نن له روسیې او اوکراین د زغم غوښتنه کړې او د کِرچ د تنگې له لارې د ازوف سیند ته د ازاده تگ راتگ په اهمیت یې ټینگار وکړ.

بل لور ته متحده ایالاتو ویلي دي چې د اوکراین او روسيې ترمنځ د وروستي کړکېچ په اړه به نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه وکړي.

ناتو او اروپایي اتحادیه هم د یکشنبې په ماښام یوه بیان خپور کړ او له دواړو غاړو یې وغوښتل چې د نهایت زغم نه کار واخلي. ناتو په روسیې غږ وکړ چې د نړیوالو قوانینو په اساس دې ازوف سیند ته د اوکرایني کشتیو مخه ونه نیسي.

د روسیې او اوکراین ترمنځ اړیکې وروسته له هغه کړکیجنې شوې چې روسیه په ٢٠١۴ کال کې کریمیا له خپلې خاورې سره یوځای کړه او په ٢٠١٥ کال کې په مینسک کې د جگړې د ختمیدو د موافقې سربیره د اوکراین ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG