د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: اوکراینیان له جنګ څخه نه په شا کیږي او له مقاومت څخه لاس نه اخلي


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د شنبې په ورځ مارچ پنځمه ( کب ۱۴) ټینګار وکړ چې د اوکراین خلک له جنګ څخه نه په شاکیږي او له مقاومت لاس نه اخلي.

هغه وویل:" زمونږ د اوکراین د خاورې هر متر چې په مظاهرو او د اشغالګرو په تحقیرولو سره بیرته ترلاسه کیږي، د پرمختګ په لوري یو قدم دی."

ولسمشر زیلنیسکي وروسته له هغه دغه څرګندونې کوي چې روسي ځواکونو څو ورځې وړاندې د خیرسن جنوبي بندري ښار ونیوه.

که څه هم روسي ځواکونو د خارکیف، مایکولایف، چرنایف او سمي ښارونه کلابند کړیدي خو اوکرایني ځواکونو وکولی شول چې د اوکراین په مرکزي او جنوب ختیځو سیمو کې پر لویو ښارونو خپله ولکه ټینګه وساتي.

د امریکا د سنا په مجلس کې د اکثریت مشر سناتور چک شومر وویل د شنبې په ورځ له امریکايي سناتورانو سره د ویډیويي کنفرانس له لارې په خبرو کې د اوکراین ولسمشر زیلینسکي له امریکا په ټینګه وغوښتل چې د نورو پوځي الوتکو مرسته ورسره وکړي چې وکولی شي د روسیې د اشغال په وړاندې د خپل هیواد دفاع وکړي.

سناتور شومر د ښاغلي زیلینسکي غوښتنې ته په ځواب کې وویل چې دی پوره هڅه وکړي چې د امریکا د حکومت له خوا اوکراین ته د الوتکو د سپارلو په چاره کې اسانتیا رامنځته کړي.

لویدیځو هیوادونو له اوکراین څخه د روسیې د یرغل په وړاندې قوي ملاتړ کړی دی. اوکراین ته یې مرستې او وسلې لیږلي او په روسیې باندې یې بندیزونه لګولي دي، خو جګړه یواځې د اوکراین پوځ او رضاکاره وسله والو ته ورپاتې ده چې تر اوسه یې د روسیې د یرغل په وړاندې ښه مقاومت کړی.

XS
SM
MD
LG