د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن پر اوکراین د روسیې د بریدو په اړه سلامشورو لپاره اورپا ته ځي   


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ مارچ دویمه (کب ۱۱) وویل ټاکل شوېده د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د اوکراین په وړاندې د روسیې د بې دلیله او نه توجیه وړ برید په اړه د سلا مشورو په هدف اروپا ته ولاړ شي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلی بلینکن به د مارچ له دریمې څخه تر پنځمې پورې د ناټو او اروپايي متحدینو سره د سلا مشورو په هدف بلجیم، مولداوی، لیتویا، لیتوانیا او استونیا ته سفر وکړي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې بلینکن به خپل سفر د بلجیم له پلازمینې بروکسل څخه پیل کړي چیرې چې نوموړی به د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي. د اعلامیې په وینا ښاغلی بلینکن به له هغه وروسته د نړۍ د اوو صنعتي هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم خبري وکړي.

پر دې سربیره به دغه جګپوړی امریکایي دیپلومات د واشنګټن له متحدینو او شریکانو سره پر اوکراین د روسیې د نظامي برید د ځواب او پر مسکو د پراخو او همغږو بندیزونو د لیګیدو په اړه له خپلو اروپایي متحدینو سره بحث او خبري اتري وکړي.

له بروکسل وروسته د بهرنیو چارو وزیر بلینکن د مارچ په پنځمه پولنډ ته سفر کوي او په هغه ځای کې به د نوموړي هیواد له جمهور رئیس، صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر سره د اوکرایني کډوالو د منلو د هڅو په اړه بحث وکړي.

بلینکن به د مارچ په شپږمه نیټه لتوانیا او په اومه نیټه لیتویا ته سفر وکړي او هلته به د یادو هیوادونو له مشرانو سره وګوري.

ښاغلی بلینکن به د خپل سفر په وروستۍ ورځ استونیا ته سفر وکړي او د هغه هیواد د جمهور رئیس، صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر سره له اوکراین سره د مرستو په هدف د مشترکو هڅو، د ناټو د دفاعي وړتیا د لوړیدو ، د دیموکراسۍ د ودې، بشري حقونو، اقتصادي همکاریو او د بالتیک حوزې د انرژۍ په اړه خبري اتري‌ وکړي.

XS
SM
MD
LG