د لاس رسي وړ اتصالات

پر اوکراین د روسیې یرغل؛ تر اوسه ۳۷۰زره اوکراینیان مهاجر شوي 


د پنجشنبې د ورځې راهیسې چې روسیې پر اوکراین پوځي یرغل پیل کړی د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په وینا تر اوسه لږ تر لږه ۳۷۰زره کسان د جګړې له ویرې ګاونډیو هیوادونو ته تښتیدلي دي.

د ملګرو ملتونو د ګډوالو اداره (یو ان ایچ سي آر) وایي پلان لري چې د حالاتو د خرابیدو په صورت کې د شاوخوا څلور میلیون اوکرایني مهاجرو لپاره تیاری ونیسي.

پولنډ کې اوکرایني مهاجر

د پولنډ سرحدي ګارډ وایي تر اوسه شاوخوا ۱۵۶زره اوکراینیان دې هیواد ته اوښتي دي. یواځې د جمعې په ورځ ۵۰زره اوکرایني مهاجر پولنډ ته رسیدلي دي.

پداسې حال کې چې د پولنډ د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په وینا ۹۰فیصده مهاجر په پولنډ کې د دوستانو او خپلوانو کورونو ته تللي دي، پاتې کسان نهو مرکزونو ته چې د پولې په اوږدو کې جوړ شوي ورغلي دي.

پولنډ پر اوکراین باندې د روسیې د پوځ د یرغل تر مخه شاوخوا یو نیم میلیون اوکراینانو ته پناه ورکړې وه. چارواکي وایي پولنډیانو د اوکراین له خلکو سره بیساری پیوستون ښودلی او له هغوی سره یې د پیسو، کالیو او ضروري شیانو مرستې کړې دي.

رومانیا کې اوکرایني مهاجر

د تیري پنجشنبې د ورځې فبرورۍ ۲۴ راپدیخوا رومانیا ته ۴۷زره اوکراینیان ورغلي دي، خو ددې هیواد د حکومتي چارواکو په وینا ۲۲زره یې له دې هیواد څخه نورو اروپایي هیوادونو ته مخه کړې ده.

د رومانیا خلکو ټولنیزو شبکو ته مخه کړې چې نویو راغلیو اوکرایني مهاجرو سره د خوراکي توکیو، کالیو او ضروري شیانو مرسته وکړي.

هنګري کې اوکرایني مهاجر

هنګري د اوکراین بل ګاونډی هیواد دی، ددې هیواد د کورنیو چارو وزارت وایي د روسیې د پوځي یرغل وروسته تر اوسه دې هیواد ته ۷۱زره اوکراینیان ورغلي دي.

هنګري د اوکراین سره په پوله په یو شمیر ښارګوټو کې عامه ودانۍ د مهاجرو د مرکزونو په توګه برابرې کړي او عام خلک مهاجرو ته خواړه او کالي ورکوي.

مالدووا

د تیرې شنبې په ورځ همداشان لږ تر لږه ۲۵زره اوکراینیان کوچني ګاونډي هیواد مالدووا ته رسیدلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د مرکزي اروپا د څانګې مشر رونالډ شیلینګ د اوکرایني مهاجرو سره د خواخوږۍ په خاطر ددغه کوچني هیواد غبرګون ستایلی دی.

د مالدووا صدراعظمې ناتالیا ګاوریلیتا چې د هیواد په سرحد کې یې د مهاجرو د مرکز لیدنه کوله ویلي چې: «د اوکراین لپاره پدغو تیارو ورځو کې ددې هیواد له وګړو سره ولاړ یو».

د اوکراین داخلي بیځایه شوي

شاوخوا ۱۶۰زره اوکراینیان دننه په هیواد کې له خپلو کورونو څخه بیځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرو د ادارې مشر فلیپوګراندي په یو ټویټر کې لیکلي دي: «په اوکراین کې بیځایه کیدل مخ په زیاتیدو دي، خو پوځي حالات دا کار ستونزمن کړی چې د بیځایه شویو اټکل وشي او ورسره مرسته وشي.»

ملګري ملتونه وایي چې د جګړې په پراخیدو سره د لا زیاتو اوکرایني مهاجرو لپاره د امکاناتو د برابرولو په پلان بوخت دي.

XS
SM
MD
LG