د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین ادعا کوي په مسکو کې دننه یې د ډرون برید کړی

یو ډرون الوتکه په همدې ودانۍ لیګدلې چې ویل کیږي د ودانۍ چت پکې زیانمن شوی.
یو ډرون الوتکه په همدې ودانۍ لیګدلې چې ویل کیږي د ودانۍ چت پکې زیانمن شوی.

پداسې حال کې چې اوکراین له یوې خوا وایي روسي ځواکونو د دې هیواد اودیسا ښار سره نږدې د غلې په تاسیساتو برید کړی خو بل پلو ادعا کوي چې د مسکو په مرکزي برخې کې یې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې برید کړی.

د اوکراین د دفاع په وزارت کې یوې سرچینې د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د بې پیلوټه الوتکو دا بریدونه د اوکراین د نظامي استخباراتو ځانګړي عملیات و او ښیي چې روسیه څومره د خطر سره مخ ده.

سره لدې چې تر اوسه نده معلومه پدې بریدونو کې څوک وژل شوي او که نه خو په مسکو کې پولیسو د دفاع وزارت شاوخوا کوڅې کلابندې کړې وې ځکه چې یوه ډرون الوتکه همدلته لویدلې وه.

ویل کیږي چې بله الوتکه د روسیې په جنوب کې په یوې حکومتي ودانۍ لویدلې خو لا پدې هکله څه ندي ویل شوي چې آیا دې الوتکې څه ورانی هم کړی که نه.

د برید څخه یوه ورځ وړاندې روسي ځواکونو د اوکراین د اودیسا په ښار کې دغلې دانې په تاسیساتو برید کړی و او کیف هوډ څرګند کړی و چې د دې برید غچ به اخلي.

په همدې حال کې روسیې ویلي چې د اوکراین ددې بریدونو په ځواب کې سخت ځوابي اقدامات کوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اوکراین دا بریدونه د "ترهګرۍ طریقه بولي چې د ملکي وګړو د وډارولو لپاره کارول کیږي".

د فرانس پریس خبري اژانس یو خبریال چې د دفاع وزارت سره نږدې یې د ډرون الوتکې لویدو سیمه کتلي وایي چې پدې پیښې کې د یوې دوې پوړیزې ودانۍ چت لویدلی خو دا یې ندي ویلی چې آیا څوک پکې وژل شوي دي که نه.


په عین حال کې د کرایمیا والي چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د ځان سره یو ځای کړله وایي چې دلته هم د وسلو په یوې ډیپو د ډرون الوتکو بریدونه شوي خو دا یې ندي ویلي چې دا الوتکې اوکرین وې.

کیف وایي د تیرې اوونۍ راپدیخوا چې مسکو د اوکراین د غلې د موافقې تمدید کیدل رد کړل او د دې موافقې څخه ووت، روسي ځواکونو څو ځله په اوکراین کې دننه د غلو په تاسیساتو بریدونه کړي.

XS
SM
MD
LG