د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو سرمنشي: د اوکرایني ځواکونو 'ځوابي عملیات' په ښه توګه پرمخ روان دی


د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) عمومي منشی، ینس سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ، سپټمبر اوومه (وږي ۱۶مه) وویل، چې اوکرایني ځواکونه په دې بریالي شوي چې د روسیې دفاعي لیکې ماتې کړي او د مسکو د ځواکونو پر ضد د ځوابي عملیاتو په برخه کې پرمختګ وکړي.

سټولټنبرګ د اروپايي اتحادیې قانون جوړونکو ته وویل: "اوکرایني ځواکونه ورو ورو مخ په وړاندې ځي. دا پرمختګ زموږ د ملاتړ اهمیت او ددغه ‌ځواکونو څخه د ملاتړ د دوام لپاره زموږ وړتیا او لیوالتیا څرګندوي. "

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه، چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د برید پر مهال، روسیې د نړۍ دویم پیاوړی پوځ درلود، خو د نوموړي په وینا، "اوس د روسیې پوځ په اوکراین کې دویم پیاوړی پوځ دی."

سټولټنبرګ زیاته کړه: "دا یوه درنه او سخته جګړه ده، خو دوی (اوکرایني ځواکونه) توانېدلي چې د روسي ځواکونو دفاعي لیکې ماتې کړي او پرمختګ وکړي."

اوکراین، چې د روان کال د جون په لومړیو کې یې د روسي ځواکونو پر ضد ځوابي عملیات پیل کړل، په دې وروستیو کې ادعا کوي چې د روسیې د دفاع لومړۍ کرښه یې ماته کړې او لاسته راوړنې لرلي دي.

خو په ورته وخت کې، کیف دا مني چې د روسیې د پیاوړي دفاعي کرښې او په لومړۍ کرښه کې د ځمکنۍ ماینونو له امله په جګړه کې د دوی د ځواکونو پرمختګ له تمې څخه لږ څوکه دی.

سټولټنبرګ وویل: "له تاریخي اړخه موږ د اوکراین په پرتله د جګړې په ډګر کې بیساري ماینونه لیدلي دي، نو دا څرګنده وه چې دا (ځوابي برید) به خورا ستونزمن وي. "

نوموړي زیاته کړه: "خو ددې ننګونې سره سره، اوکراينيانو پرېکړه وکړه چې ځوابي برید وکړي، ځکه چې غواړي خپله خاوره ازاده کړي. ښايي دوی هغومره پرمختګ نه وي کړي، لکه څنګه چې موږ تمه درلوده، خو په تدريجي ډول د ورځې سل متره پرمختګ کوي."

يو شمېر هېوادونو د اوکرايني ځواکونو پر ورو پرمختګ نيوکې کړي، خو کيف د دې ځوابي عملياتو د ورو پرمختګ په اړه نيوکې رد کړې او ويلي يې دي، چې اوکرایني ځواکونه له پیاوړي دفاعي کرښو او روسي ماينونو سره مخ دي.

سټولټنبرګ وویل: "په هره جګړه کې به موږ یوازې د هغه اړخ بریا ته نه ګورو چې ملاتړ یې کوو. ښې او بدې ورځې به وي. موږ ته اړینه ده چې نه یوازې په ښه وخت کې، بلکې په بدو وختونو کې هم د اوکراین ترڅنګ ودریږو. "

هغه ټینګار وکړ: "که دوی (اوکرايني‌ځواکونه) جګړه وګټي، موږ یې ملاتړ کوو، او که جګړه بایلي، موږ د اوکراین ترڅنګ ولاړ یوو."

پر اوکراین د روسیې پوځې یرغل د امریکا په مشرۍ د ناټو پوځي تړون پیاوړی کړی او دغه کار ددې لامل شو چې دغه تړون نویو هېوادونو ته د غړیتوب په ورکولو سره لا پسې پراخه شي.

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته فنلنډ او سویډن په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه.

فنلنډ د ۲۰۲۳ کال د اپریل په څلورمه نېټه د ناټو غړی شو او پدې توګه د دغه پوځي تړون ۳۱ غړی شو. خو سویډن تر اوسه د ترکیې د مخالفت له امله چې د ناټو غړی دی، په دې تړون کې غړیتوب ترلاسه کړی نه دی.

خو سټولټنبرګ وویل، چې هغه تمه لري چې ترکیه به ژر تر ژره د خپل پارلمان له رابللو وروسته په ناټو کې د غړیتوب لپاره د سویډن غوښتنه تصویب کړي.

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، سږ دوبۍ د لیتوانیا په پلازمېنه ویلنيوس کې د ناټو په سرمشریزه کې د سویډن د غړیتوب له بهیر سره موافقه وکړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG