د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین له افغانستان سره ۳۰ زره ټنه غنم مرسته وکړه


د افغانستان لپاره د اوکراین د غلې د مرستو بیړۍ نن پنجشنبې د اوکراین له اودیسه بندر څخه حرکت وکړ.  عکس: آرشیف
د افغانستان لپاره د اوکراین د غلې د مرستو بیړۍ نن پنجشنبې د اوکراین له اودیسه بندر څخه حرکت وکړ.  عکس: آرشیف

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلېنکن وايي، په افغانستان کې د بشري بحران کمولو په موخه، اوکراین د خوړو نړیوال پروګرام له لارې له دغه هیواد سره د ۳۰زره ټنه غنمو مرسته کړې ده.

بلېنکن چې د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په څنډه کې په نړۍ کې د خوراکي توکو د مصوونیت په اړه د غونډې مشري کوي، پر خپله ټویټر پاڼه ددغې مرستې په هکله خبر ورکړی.

ښاغلي بلینکن لیکلي: "د روسیې د وحشیانه یرغل له امله که څه هم اوکراین له کړاوونو سره مخ دی، د خوړو د نړیوال پروګرام له لارې یې له افغانستان سره ۳۰ زره مټریک ټنه غلې دانې مرسته کړې ده تر څو په دغه هېواد کې روان بشري ناورین راکم شي."

د اوکراین له اودیسه بندر څخه د امریکا غږ خبریالې میروسلوا ګونزادی د راپور پر اساس، د افغانستان لپاره د اوکراین د غلې د مرستو بیړۍ د پنجشنبې په ورځ حرکت وکړ.

د اوکراین د زېربنا د چارو وزیر امریکا غږ ته ویلي چې د افغانستان سربیره، سومالیا، ایتوپیا او کینیا به هم د اوکراین مرستې ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې ۱۹ سیمې له لوږې سره مخ دي‌ او عاجلو اقداماتو ته اړتیا لري څو د خلکو ژوند وژغورل شي.

تېر کال په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسېدو وروسته د نړیوالو مرستو د درېدو او په بهر کې د افغانستان بانک د بسپنو د کنګل کېدو په نتیجه کې افغانستان له سخت اقتصادي او بشري بحران سره مخامخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د روان میلادي کال تر نومبر میاشتې پورې به کابو شپږ میلیونه افغانان د لوږې له امله د بېړني حالت سره مخ شي.

اوکراین په نړۍ کې د غلو دانو یو له سترو صادرونکو هېوادونو څخه دی او پر دغه هېواد د روسیې له پوځي یرغل وروسته، له اوکراین څخه د غلو د صادراتو مخه ډب شوې ده او له امله یې نړۍ د خوراکي توکو له کمښت سره مخ ده.

XS
SM
MD
LG