د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د لومړي ځل لپاره تائید کړه چې روسیې ته یې ډرون الوتکې ورکړي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لومړي ځل لپاره د شنبې په ورځ نومبر پنځمه (لړم ۱۴) تائید کړه چې هیواد یې روسیې ته ډرون الوتکې ورکړي دي، خو نوموړي ټینګار وکړ چې دغه الوتکې پر اوکراین د روسیې له برید مخکې مسکو ته ورکړل شوي وې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تهران د میاشتو راهیسې مسکو ته د وسلو د لیږد په اړه ناڅرګند پیغامونه ورکول.

راپورونه وایي چې روسیې له دغو الوتکو څخه د اوکراین د انرژۍ په بنسټونو سربیره د ملکي اهدافو د ویشتلو لپاره کار اخیستی دی.

امیر عبداللهیان په تهران کې خبریالانو ته وویل:" موږ د اوکراین له جګړې څو میاشتې مخکې، روسیې ته په محدوده اندازه ډرونونه ورکړي وو."

په داسې حال کې چې عبداللهیان روسیې ته د ډرون الوتکو ورکړه تائید کړه، خو نوموړي وویل تهران په اوکراین کې ددغو الوتکو له کارولو خبر نه وو. هغه وویل ایران د جګړې ختمیدو ته ژمن دی.

هغه وویل، که اوکراین په دې اړه اسناد لري چې روسیې ایراني ډرون الوتکې د هغه هیواد په جګړه کې کارولي، نو دا اسناد دې تهران ته وسپاري.

دغه جګپووړي ایراني‌ چارواکي زیاه کړه ،که دا ثابته شي چې روسیې د اوکراین په جګړه کې ایراني ډرون الوتکې کارولي، تهران به ددې مسلې په اړه بې تفاوته پاتې نشي.

تر دې مخکې متحدو ایالتونو، بریټانیا او فرانسې د اکتوبر په ۱۹ نیټه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې روسیې ته د ایران د بې پیلوټه انفجاري ډرون الوتکو په لیږد اندیښنه څرګنده کړې وه.

له دې مخکې ایراني چارواکو د اوکراین د جګړې لپاره روسیې ته د وسلو ورکړه نه منله. د تیرې اوونۍ په پیل کې په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ایرواني دا تورونه "بشپړ بې اساسه" وبلل او په جګړه کې یې د ایران په بې طرفي تینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې امریکا او غربي متحدینو یې د ملګرو ملتونو پر سرمنشي انتونیو ګوتیریش غږ وکړ ترڅو څیړنې وکړي چې آیا روسیې په اوکراین کې د ملکي اهدافو د ویشتلو لپاره له ایراني ډرون الوتکو کار اخیستی.

خو تر دې مخکې د ایران سپاه پاسداران په مبهم شکل د نړۍ یو قدرت ته د ډرونونو په ورکولو ویاړ کړی و.

د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي د ډرون الوتکو موثریت ستایلی او د خطراتو په اړه یې د غربیانو خبرداری رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG