د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین د روسیې د فشار مخنیوي لپاره د ناټو ژر غړیتوب غواړي


د اوکراین جمهور رئیس ولادیمیر زیلنسکي، د شمالي اتلانتیک د تړون (ناټو) څخه غوښتي چې د هیواد غړیتوب یې پدې تړون کې چټک کړي. د اوکراین په اند دا کار ددې هیواد او د جلاغوښتونکو ترمنځ د جګړې د پای ته رسیدو یواځنۍ لار ده.

خو کرملین د سه شنبې په ورځ اپریل شپږمه وویل چې اوکراین ته د ناټو غړیتوب ورکول به د اوکراین په جګړه ځپلي ختیځ کې «حالات نور هم خراب کړي» او زیانوي چې د سیمې اوسیدونکي نغواړي چې کیف د ناټو غړی شي.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف خبریالانو ته وویل: «مونږ ډیر شک لرو چې دا به د اوکراین سره د داخلي ستونزو په حل کې مرسته وکړي...زمونږ له نظره دا به یواځې شرایط نور هم خراب کړي.»

وروسته له هغې چې د اوکراین او روسیې ترمنځ سرحدي کړکیچ زیات شو د اوکراین جمهور رئیس د ناټو د عمومي منشي ینس ستولتنبرګ سره خبرې وکړې.

ددغو تلیفوني خبرو وروسته ښاغلي زیلنسکي په خپل ټویټر کېولیکل، وخت یې رارسیدلی چې ناټو پدې تړون کې د اوکراین غړیتوب ومني.

هغه وویل هیواد یې تیار دی چې هغه دفاعي اصلاحات پلي کړي کوم چې د ناټو د غړیتوب لپاره اړین دي. خو ټینګار یې وکړ چې یواځې د اصلاحاتو راوړل به د روسیې مخه ونه نیسي."

د اوکراین جمهور رئیس وایي په ناټو کې غړیتوب به د جلاغوښتونکو سره جګړه ختمه کړي، ځکه دغه اقدام به روسیې ته "یو څرګند پیغام" واستوي.

د اوکراین په ختیځ سرحدي سیمو کې نښتې د ۲۰۱۴ کال راهیسې روانې دي او پدې وروستیو کې یې زور اخیستو اندیښنې زیاتې کړې دي.

تیره اونۍ اوکراین وویل چې روسیې په زرګونو سرتیري په سرحدي سیمو کې ځای پر ځای کړي. خو روسیې وویل چې دغه ځواکونه ددې هیواد د کورني امنیت لپاره دي، خو خبرداری یې ورکړ چې پدې سیمه کې د نښتو لپاره هر ډول هڅه به د اوکراین په له منځه تللو تمامه شي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د سه شنبې په ورځ اپریل ۶ (وري ۱۷) وویل چې د اوکراین د جمهور رئیس سره په تلیفوني تماس کې "په اوکراین او د هغه په شاوخوا کې د روسیې د پوځي فعالیتونو او د اوربند نه د سرغړونو په اړه یې خپله جدي اندیښنه" څرګنده کړې ده.

ښاغلي ستولتنبرګ وویل: "ناټو د اوکراین د خپلواکۍ او ارضي تمامیت څخه په ټینګه ملاتړ کوي. مونږ نژدې همکارۍ ته چې لرو یې ژمن پاته کیږو."

د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا هم د اوکراین سره خپل پیوستون اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG