د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د پټریوټ د دافع هوا سیستم اوکراین ته ورسېده


پټریوټ د دافع هوا سیستم
پټریوټ د دافع هوا سیستم

د اوکراین د دفاع وزارت نن چهارشنبه اپریل ۱۹ (وري۳۰) اعلان وکړ چې د امریکا د پټریوټ د دافع هوا سیستم دغه هېواد ته رسېدلی دی.

د اوکراین مقاماتو په وار وار له خپلو غربي ‌متحدینو څخه د داسې پرمختللیو وسلو غوښتي چې د روسیې الوتکې او میزایل پرې په نښه کړای شي.

کله چې متحدو ایالتونو اعلان وکړ دا سیستم اوکراین ته ورکوي، د اوکراین یو شمېر پوځیانو څو میاشتې په اروپا او امریکا کې د دغه سیستم د کارولو لپاره وروزل شول او زده کړې یې ترلاسه کړې.

د اوکراین د دفاع وزیر اولکسي ‌رزنیکوف په ټویټر کې لیکلي‌ دي: «نن به زموږ د اوکراین ښکلی اسمان لا امن شي، ځکه چې د پټریوټ د هوايي دفاع سیستم اوکراین ته رسېدلی دی. زموږ د دفاع هوايي ځواکونو د دغه سیستم کارول ډېر ژر زده کړل او زموږ شریکانو خپلې ژمنې پوره کړې.»

دا سیستم داسې مهال اوکراین ته رسېدلی چې د اوکراین مقامات وایي‌ د روسیې بې پیلوټه الوتکو تېره شپه د دغه هېواد د اودېسا په ځینو سیمو بمبار کړی دی.

په اودېسا کې د اوکراین د پوځ قومندان ویلي دي چې د روسې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې یوې ودانۍ اور اخیستی خو ځانی زیان نلري.

روسیه په اوکراین باندې په هوايي بریدونو کې له ډرون څخه کار اخلي او په همدغو بې پیلوټه الوتکو باندې یې تاسیسات په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG