د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین وایي په خرسون کې يې له روسي څخه څه دپاسه ۴۰ځایونه بیرته نیولي 


د اوکراین د خرسون جګړه ځپلې سیمه
د اوکراین د خرسون جګړه ځپلې سیمه

د خرسون والي د دوشنبې په ورځ اګسټ اول (زمري ۱۰) وویل چې اوکرایني ځواکونو د خرسون په سیمه کې څه ډپاسه ۴۰ ځایونه په متقابله جګړه کې بیرته له روسي ځواکونو څخه نیولي دي.

روسیې د فبرورۍ د ۲۴ د یرغل په لومړیو کې د کریمیه ټاپووزمه په پوله پرتې د اوکراین زیاتې ستراتیژیکې او د اقتصادي پلوه مهمې سیمې ونیولې.

خو پدې وروستیو اونیو کې د اوکراین پوځ چې د لویدیځو هیوادونو له خوا په لیږدول شویو لرې واټن ویشتونکو توپونو او نویو وسلو سمبال شوی دی په سیمه کې یې د متقابلو تهاجمي حملو وړتیا پیدا کړې ده.

د کیف ځواکونو د جګړې د لیکې اخوا د روسیې په پوځي ګودامونو او مورچلونو باندې بریدونه کړي او د خرسون ښار د روسي ځواکونو د اکمالاتو په لار یې پلونه ویشتلي دي.

د سیمې والي دیمترو بوتري، د اوکراین ملي تلویزیون ته وویل چې: «نن ۴۶ ځایونه د خرسون په سیمه کې بېرته نیول شوي دي.» هغه زیاته کړه چې اکثریت بېرته نیول شوي کلي او ځایونه د سیمې په شمالي اړخ کې دي او یو شمیر نور یې تورې بحیرې ته څیرمه په جنوب او د میکالوف په سختې بمبارد شوي سیمې کې دي.

د سیمې والي وویل چې یو شمیر بیرته نیول شوي کلي «۹۰ فیصده ویجاړ شوي دي او نن هم تر پرله پسې بریدونو سره مخامخ دي.»

هغه همداشان وویل چې په سیمه کې بشري حالات خورا «خراب» دي او پر مقاماتو باندې یې غږ وکړ هغه کسان چې په دغه سیمه کې پاته دي «ژر تر ژره امنو سیمو ته» انتقال کړي.

تیره میاشت یو اوکرایني چارواکي ګواښ وکړ چې د خرسون سیمه به تر سپتمبر پورې بیرته د اوکرایني ځواکونو له لورې ونیول شي.

روسیې ځواکونو ددې سیمې مرکز خرسون ښار د مارچ په دریمه ونیو چې دا لومړنی ښار و چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې روسي ځواکونو ونیو.

XS
SM
MD
LG