د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین په روسیې انتقاد وکړ چې د سولې مذاکراتو ته لیوالتیا نه لري


د اوکراین او روسیې بیرغونه
د اوکراین او روسیې بیرغونه

اوکراین وايي دا حقیقت چې روسیې لا تر اوسه د سولې د تړون د عناصرو په اړه یو یاد داښت نه دی شریک کړی، دا په ګوته کوي چې د روسیې دریځ "احتمالاً له غیر واقعي ضرب العجل ډک دی."

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیوري تیخي د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۹ (جوزا اتمه) وویل چې روسیه باید سمدستي دا سند شریک کړي "او دا لوبه ودروي."

دا تبصرې د دوشنبې په ورځ په استانبول کې د سولې د مستقیمو خبرو اترو د دوهم پړاو لپاره د پلانونو پر مهال وشو.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې اوکراین لا تر اوسه د دې غونډې سره موافقه نه ده کړې، او هغه د اوکراین څرګندونې رغنده ونه بللې.

د دواړو هیوادونو پلاوي د می په ۱۶مه په استانبول کې سره ولیدل، خو خبرو اترو د هغه شخړې د پای ته رسولو په لور لوی پرمختګ ونه کړ چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په میاشت کې د روسیې لخوا د اوکراین د یرغل سره پیل شوې وه.

د پنجشنبې په ورځ د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د دفتر لخوا په یو خپور شوي بیان کې ویلي چې د اردوغان حکومت پر روسیې او اوکراین فشار راوړي چې له خبرو اترو کار واخلي او د یو حل لارې موندلو لپاره له فرصت ګټه پورته کړي.

متحده ایالاتو هم له روسیې او اوکراین څخه غوښتي چې د سولې په لور کار وکړي. د بهرنیو چارو وزارت په وینا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ په یوه تیلیفوني اړیکه کې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ته وویل چې "د دې جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لاره د اوکراین سره رغنده او د ښه نیت خبرې اترې دي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG